Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»دیني لیکني»د مقاومت جبهه د قرآن کریم له انده (۲)
    دیني لیکني

    د مقاومت جبهه د قرآن کریم له انده (۲)

    عمران آغاعمران آغا2 اکتوبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: علي حیدر شاهین

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د دې لیکنې په لومړۍ برخه کې مو د مقاومت د جبهې (د شر او فساد ډلې) د ایماني تشخص په اړه درته ولیکل، چې دا ډله د غربي بادارانو له ملاتړ پرته ثبات نه لري.

    د دې جبهې موجودیت په افغانستان کې لاس ته راغلی ثبات او امنیت یو ځل بیا د لا زیاتې بې ثباتۍ او ناامنۍ پر لوري بیایي؛ د دې جبهې بقاء او ژوندي پاتې کېدل افغانستان د غربي تابه په لور سوق کوي.

    په افغانستان کې د امريکا او لوېديځو هېوادونو آرمان بيا راژوندي کول د مقاومت د جبهې (د شر او فساد ډلې) په ورسته رسۍ پورې تړلی دی.

    د مقاومت جبهه(د شر او فساد ډله) په افغانستان کې د مذهبي بې ثباتۍ لپاره د غربي کفارو پاتې هیله ده.

    د مقاومت د جبهې(د شر او فساد ډلې) شتون په افغانستان کې دینداري کمزورې او غربپالنه پیاوړې کوي، یا په بل عبارت امریکايي اسلام ژوندی کوي.

    له همدې امله امریکا او اروپا له خپل مالي او پوځي ځواک سره د دې ډلې تر څنګ ولاړ دي؛ د دې جبهې د چارواکو د څرګندونو له مخې ډېر داسې شواهد شته، دلته ېې د بېلګې په توګه یادؤنه کوو:

    علي میثم نظري د ۱۴۰۲ هـ‍. ش د جدي ۲۲مه په خپله «ایکس» پاڼه کې لیکلي وو چې د مقاومت جبهه له هغه سیاسي، مالي او اخلاقي ملاتړ څخه مننه کوي چې د ۲۰۲۱ کال له آگسټ وروسته یې د امریکا د متحده ایالاتو په کانګرس کې د خپلو ښو دوستانو لخوا ترلاسه کړی دی.

    الله تعالی د سورة النساء په ۱۴۴ ایت کې خبرداری ورکوي، هفه د مقاومت جبهې په نوم پېژندل شوي مسلمانان(د شر او فساد ډلې) چې له کفارو سره دوستي کوي، په حقیقت کې له الله تعالی سره په ټکر کې دي او دوی د خپل ځان په وړاندې یو ښکاره دلیل جوړ کړی.

    د الله له دښمنانو او ظلم کوونکو سره دوستي کول ګناه ده؛ الله تعالی د سورة المائده، په ۸۰ نمبر ایت کې فرمایي:«تَرَى کَثِیرًا مِّنْهُمْ یَتَوَلَّوْنَ الَّذِینَ کَفَرُواْ لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنفُسُهُمْ أَن سَخِطَ اللّهُ عَلَیْهِمْ وَفِی الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ».

    دا ایت د یهودیانو په اړه دی، خو د ټولو هغو کسانو لپاره چې د یوه اللهي دین د پیروۍ ادعا کوي، شاملېږي؛که د مؤمنانو پر ځای له کفارو سره دوستي وکړي، مسلمانانو ته هم شامل دی.

    الله تعالی وايي: تاسو ډېری بني اسرائیل ګورئ چې له کافرانو سره دوستي کوي، دا به یقیناً د دوی د آخرت لپاره بده توښه وي چې تر ځانونو وړاندې یې لېږي؛ له کافر سره دوستي د مجازاتو سبب کېږي؛ دا د الله قهر راولي؛ او دا کسان به همېشه په عذاب کې وي.

    د قرآن په صریح نص کې د الله حکم دا دی چې مسلمان باید له کفارو سره دوستي ونه کړي، حتی که هغه کافر پلار، ورور، زوی یا نږدې خپلوان هم وي؛ که کافر حربي وي، نو دا حکم نور هم شدت مومي.

    الله تعالی د سورة مجادلې به ۲۲ نمبر آیت کې وايي:«لا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ».

    ژباړه: ته به داسې قوم(مسلمانان) ونه مومې چې په الله او د آخرت په ورځ دې ایمان ولري او له هغو کسانو سره دې هم دوستي وکړي چې له الله او د هغه له رسول سره مخالفت کوي، که څه هم دا کسان د دوی پلرونه، زامن، وروڼه یا قوم هم وي.

    پورتنی ایت د دې خطاب کوي چې که کفار نږدې خپلوان هم وي، له هغوی سره باید دوستي ونه شي؛ د مقاومت جبهه(د شر او فساد ډله) نه یوازې له کفارو سره دوستانه اړیکې لري، بلکې کفار او د لوېدیځې نړۍ دولتونه د دوی هیلې، ملاتړي مټې او بازو دي.

    مسلمانو لوستونکو! اوس چې تاسو د دې آیاتو له مخې د مقاومت جبهې حکم درک کړ، قضاوت پر تاسو.

    ادامه لري…

    مخکینۍ مقالهد ايران بريدونو کې د اسرائیلو درې لويې پوځي اډې ويجاړې شوي
    راتلونکي مقاله د صهیونیستي اسرائیلو هوايي ځواک خپل مړي او ټپيان د لبنان له سرحد څخه د الوتکو په توسط انتقالوي.

    مربوطه لیکنې

    جګړه ییز شدت پاکستاني چارواکي وارخطا کړي دي

    9 جنوري 2025

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده (١١)

    23 نوومبر 2024

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده(١٠)

    20 نوومبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.