Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د مقاومت جبهه د ناهیلۍ په وروستي حد کې!
    تبصرې

    د مقاومت جبهه د ناهیلۍ په وروستي حد کې!

    صابر افغانصابر افغان10 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د مقاومت جبهې په نامه د رامنځته شوي خیالي او فسبوکي غورځنګ مدعیان د څلور کلونو په تېرېدو سره لاهم په دې نه دي توانېدلي چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت په وړاندې د مقاومت لپاره په خپل منځ کې سره منسجم او د نړیوالو او سیمیزو هیوادونو باور ترلاسه کړي. د یادې جبهې وروستۍ هیلې چې تمه کېده ډونالډ ټرمپ به یې لاسنیوی وکړي له روانو تحولاتو او د ټرمپ ادارې له سیاست تر دې دمه په اوبو لاهو جوتیږي.

    یاده فسبوکي جبهه د سرپرست حکومت له‌خوا د کابل له نیولو وروسته په اګست د ٢٠٢١ م کال کې رامنځته شوه چې تر دې دمه له یوې خوا د جبهې د مشر د کورنۍ له‌خوا د ډلې پر واک د نیواک او له بلې خوا د فساد له ننګونو سره لاس او ګرېوان ده.

    که څه هم وخت ناوخت یاده خیالي جبهه د هیواد په یو شمېر ولایاتو او پلازمینه کابل کې د سرپرست حکومت پر کارکوونکو د بریدونو افواهات خپروي او له هیواد بېرون بهرنۍ رسنۍ لکه آمو، هشت صبح، زاویه، آزادۍ او انټرنېشنل بیا همدې بې بنسټه خبرونو ته په لوړه کچه انعکاس ورکوي خو سره له دې بیا هم د نړۍ په کچه او په کور دننه هېڅ سیمییز او ولسي ملاتړ نه لري.

    امریکا، اورپایي اتحادیه او د سیمې هیوادونه پر دې باور دي چې د مقاومت په نامه دا ډله نه ده توانېدلې چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په تړاو یوه مشترکه اجماع رامنځ ته کړي او یا هم په افغانستان کې د سرپرست حکومت په وړاندې د مقاومت توان ولري؛ دغه راز افغانان هم د یادې جبهې فعالیت بې ګټې او د هیواد د تجزیې په معنا بولي.

    د تېر پرځېدلي جمهوري حکومت یو شمېر چارواکي او سیاسیون هم په دې اند دي چې د احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ د اسلامي امارت په وړاندې د مقاومت خبرې هسې د خلکو تېر ایستل او له دې لارې د نړیوالو استخباراتي سازمانونو له‌خوا خپلو جیبونو ته کار کول دي. اسلامي امارت بیا د یادې جبهې مقاومت فسبوکي او ټویټري یادوي او ټولې ادعاوې یې درواغ او تش افواهات ګڼي.

    شنونکي د مقاومت جهبې د ماتې یو اساسي لامل د دوی حضوري او فزیکي نه‌شتون په ګوته کوي. د دوی په وینا د مقاومت جبهه په هیواد کې یوه لوېشت ځمکه هم تر خپل تسلط لاندې نه لري او نه هم تر اوسه توانېدلي دي ترڅو په کور دننه افغانانو او نړیوالو ته خپل فزیکي حضور څرګند کړي.

    په داسې حال کې چې د فزیکي حضور نه‌شتون او پر ځمکه کنټرول نه لرل د هر مقاومت لپاره یو لوی چیلنج دی. که یوه جبهه مشخصه سیمه ونه لري، نو نه‌ یواځې د هغوی لپاره نظامي عملیات پېچلي وي، بلکې په نړیواله کچه یې سیاسي اعتبار هم په هېڅ حسابیږي. د یوه مؤثر مقاومت لپاره، جغرافیه‌یي تسلط، منظمه رهبري، مالي سرچینې او ولسي ملاتړ اړین دي، هغه څه چې د مقاومت په نامه جبهه یو هم نه لري.

    څه موده وړاندې د یادې جبهې ویاند له بي بي سي سره په یو مرکه کې د خپلو پراخو بریدونو خبرداری ورکړی وو خو د څو میاشتو په تېرېدو سره بیا هم نه دي توانېدلي چې د سرپرست حکومت په وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. د دې ترڅنګ یاده جبهه تر دې دمه د هیواد په یوه لوېشت ځمکه هم تسلط نه لري.

    مخکینۍ مقالهتلپاتې پټنځای؛ زړې غېږې ته د جنګ سالارانو بېرته ستنېدل!
    راتلونکي مقاله سرپرست حکومت د عربستان په خاوره د فلسطیني دولت جوړېدو په اړه د نتنیاهو ورستۍ څرګندونې په کلکو ټکو غندلي

    مربوطه لیکنې

    د سحر او جادو له تور بازار او ناوړه کاروبار سره د مبارزې جدي هڅې

    21 مې 2025

    د شر او فساد د عاملینو ګرمي نارې او سوړ حقیقت

    15 دسمبر 2024

    په پاکستان کې روان کړکېچ، دوام او پایلي یې!

    27 نوومبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 1 جون 2025

    غزه کې پر نهارو فلسطینیانو د اسرائيلي رژیم برید؛ ۶۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    د راپورونو له مخې، د صهیونیستي رژیم پوځ د غزې رفح ښار لویدیځ ته په…

    ملا نورالدین ترابي د سره صلیب نړیوال فدراسیون له سرپرست سره د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    1 جون 2025

    شخصي تقدس‌ پالنه او که د ملي حافظې تحریف؛ د خلکو په وړاندې د امرالله صالح چل او دروغ

    1 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    غزه کې پر نهارو فلسطینیانو د اسرائيلي رژیم برید؛ ۶۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    1 جون 2025

    ملا نورالدین ترابي د سره صلیب نړیوال فدراسیون له سرپرست سره د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    1 جون 2025

    شخصي تقدس‌ پالنه او که د ملي حافظې تحریف؛ د خلکو په وړاندې د امرالله صالح چل او دروغ

    1 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،940 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.