په افغانستان کې د سرپرست حکومت په مخالفو ډلو کې چې تر ټولو ډېر ځان ملي، فراقومي، عدالتمحوره او ضد استبدادي خوځښت بولي؛ هغه د «مقاومت جبهه» ده، خو کله چې د دوی ادعاوو ته د عمل له عينکو وکتل شي، نو بڼه یې بله ښکاري، د دوی شعارونه د وحدت او عدالت خبره کوي، خو اعمال یې پر قومي، تنظیمي او جغرافیایي بنسټونو ولاړ دي، چې د یووالي پر ځای تفرقه پیاوړې کوي.
د دې جبهې چې د تصاميمو واک یې د چا په لاس کې دی، د لويې او وړې کړۍ په نومونو يادېږي، چې وړه کړۍ د دې جبهې د مشر «احمد مسعود» د خپلې کورنۍ غړي دي، د مالي او نورو مهمو برخو پرېکړې کوي. او لويه کړۍ بیا د احمد مسعود پلار «احمدشاه مسعود» ته نږدې پنجشېریان يادېږي، چې د نظامي او عادي مسايلو په برخه کې تصميم نيسي، د مقاومت جبهې سره چې نور د چا نومونه یادېږي يواځې سمبوليک رول لري، چې په جبهه کې د واک دغسي وېش خپله د يادې جبهې دا ادعاوې، چې ګواکې دا جبهه ملي او عدالت محوره ده باطلې او دروغجنې ثابتوي.
تر دې هم مهمه دا ده چې دوی ځان د استبداد ضد حرکت معرفي کوي، په داسي حال کې چې په همدې جبهه کې ځای پر ځای شوې څهرې د استبداد او وحشت اصلي مُهرې دې، هغه چې کلونه يې د خپل ولس د وژلو په بدل کې ډالري معاشونه او امتيازات واخيستل، بې حسابه دولتي او شخصي ملکيتونه يې غصب کړل او د بې شمېره خیانتونو او فساد لپاره يې مافیاوي کړۍ جوړې کړې، چې د استبداد پر وړاندې د ضديت ادعا يې په ښکاره له دې کړنو سره په ټکر کې ولاړه ده.
یو بل مهم ټکی چې د دوی کړنلاره او د «ملي» مختاړی يې تر پوښتنې لاندې راولي، هغه بهرنیو يرغلګرو قوتونو ته زارۍ او استغاثه ده. د دوی مشران له امریکا، اروپايي اتحادیې او نورو نړیوالو قدرتونو څخه د سیاسي، مالي او نظامي مرستو غوښتنه کوي، چې بېلګه يې د دغې جبهې د سیاسي مشر «عبدالله خنجانې» وروستۍ څرګندونې دي چې له يوې رسنۍ سره يې د مرکې پر مهال کړې وې، حال دا چې د ملي مسائلو بنسټ دا دی چې د خپلو برخلیکونو واک خپله بايد ولسونه ولري، نه دا چې له بهره د بدلون تمه ولري، دغه ډول تکیهوالی د ملي استقلال له ارزښتونو سره ښکاره ټکر لري.
په پای کې باید وویل شي چې د مقاومت جبهې تر شعارونو لاندې واقعیتونه د خلکو لپاره قناعت بښونکي نه دي، خلک پوهېږي چې د دې جبهې په ټوله اډانه کې داسي شخص نشته چې د ولس او هيواد خير دي غواړي، شعارونه يې غولوونکي او اعمال يې د خپلو شخصي ګټو، عُقدو او انحصار لپاره دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.