Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د مقاومت جبهې د ښځو شوری؛ د یوې کورنۍ په جبهه پورې تړلی تبلیغاتي ادرس
    لیکني

    د مقاومت جبهې د ښځو شوری؛ د یوې کورنۍ په جبهه پورې تړلی تبلیغاتي ادرس

    صابر افغانصابر افغان15 جنوري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    څه باندې درې کاله کېږي، چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، په دې مودې کې تر بېلابیلو نومونو لاندې د طالبانو په خلاف د شر او فساد ډلې او ټپلې رامنځ ته شوې دي، چې اکثره یې خیالي دي، انلاین فعالیت لري او د تبلیغاتو په حد کې پاتې شوې دي. د دغه تبلیغاتي ادرسونو په لړ کې، د ښځو خیالي ډلې هم ایجاد شوې دي، چې له منځه یې یوه هم د مقاومت جبهې د ښځو شوری ده.

    په تېرو دريو کلنو کې د طالبانو خلاف د مقاومت جبهې د ښځو شوری وخت نا وخت د طالبانو په خلاف له نا معلوم ځای څخه اعلاميې خپرې کړې دي او د ځينو پرېکړو په ضد یې مطبوعاتي سنګر نيونې کړې دي؛ خو پوښتنه دا ده چې په دغه شوری کې شته ښځې څوک دي او له کوم ځايه یې رهبري کېږي!؟

    تر دې مهاله د شر او فساد ډلې د ښځو شوری د تشکیل، رهبرۍ، اهدافو او دفتر په اړه هیڅ راز معلومات نشته، دغه مبهم ادرس د هېواد په داخل او بهر کې څو تنې پروژه یي ښځې هڅوي، چې په پټو مخونو څو ناسم او تبلیغاتي کلیپونه جوړ کړي، بیا ادعا کوي چې دغه کلیپونه د افغانستان د نیم نفوس په استازولۍ خپروي.

    د دغه شوری له مبهمو تبلیغاتي فعالیتونو داسې تحلیل کېږي، چې د مقاومت په نوم د ښځو شوری د احمد مسعود د کورنۍ خیالي شوری ده، چې بنسټیز هدف یې له طالبانو سره د مخالفت په نوم له غرب څخه ملاتړ او پیسې ترلاسه کول دي.

    د شر او فساد ډله د ښځو د خیالي شوری په لرلو داسې څرګندوي، چې په هېواد کې د ښځو ټولو حقونو ته قايل دي، په داسې حال کې چې همدا د شر او فساد عاملینو ښځې ابزار کړې وې/ دي، د ښځو چارو وزارت، امن خونې، مدني خوځښتونه، د ښځو لپاره د پارلمان څوکۍ، د واليانو مرستیالۍ او پر بېلابيلو پوسټونو نمايشي ګمارنې او اوس بیا اعتراضیه حرکتونه تنها د استفادې لپاره وو/ دي.

    د شر او فساد مقاومت شوری چې تر یوې کورنۍ پورې منحصره شوری ده، له فعالیتونو یې داسې پايله لاس ته راځي، چې د دوی ټولې هڅې د پروژو په توسط د پيسو ترلاسه کول دي، نه د ښځو حقونه او نه هم د افغانانو سوکالي او نېکمرغي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد سويلي کوريا ولسمشر ونيول شو
    راتلونکي مقاله د حماس او اسرائیلو ترمنځ مذاکرات وروستي پړاؤ ته رسېدلي؛ پر اوربند هوکړه شونې برېښي

    مربوطه لیکنې

    له واقعیتونو د پرځېدلي جمهوریت د چارواکو تکراري تېښته

    14 جنوري 2026

    په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان فعاله دیپلوماسي او د مخالفینو اندېښنې

    13 جنوري 2026

    د فهیم فطرت اندېښنې؛ د څلورو کلونو اختلاف او د کاذب غرور پایله

    12 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 14 جنوري 2026

    د ابو ظبۍ اتحاد هوایي شرکت افغانستان ته مستقیمې الوتنې پیلوي

    ‏په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفير مولوي بدرالدين حقاني، د ابو ظبۍ اتحاد…

    امریکا د قطر العديد پوځي اډه کې د هوايي دفاع نوی مرکز پرانیستی

    14 جنوري 2026

    امنیتي ځواکونو خوست کې د یوې جعلي مؤسسې رئیس او کارکوونکې نیولي

    14 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ابو ظبۍ اتحاد هوایي شرکت افغانستان ته مستقیمې الوتنې پیلوي

    14 جنوري 2026

    امریکا د قطر العديد پوځي اډه کې د هوايي دفاع نوی مرکز پرانیستی

    14 جنوري 2026

    امنیتي ځواکونو خوست کې د یوې جعلي مؤسسې رئیس او کارکوونکې نیولي

    14 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.