Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د مقاومت په جامه کې استخباراتي مهرې؛ د تښتېدلو رهبرانو د جاسوسۍ تریخ حقیقت
    تورې څېرې

    د مقاومت په جامه کې استخباراتي مهرې؛ د تښتېدلو رهبرانو د جاسوسۍ تریخ حقیقت

    صابر افغانصابر افغان18 مارچ 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د مقاومت جبهې مشران ټول هغه کسان دي چې په پخواني جمهوریت کې یې د سیمې او نړۍ د استخباراتي ادارو لپاره جاسوسي کول. د هېواد مهم او حساس معلومات او اطلاعات یې هره شېبه خپلو بهرنیو بادارانو ته لېږل، له دې لارې یې خپل ځانونه او کورنۍ بډایه کولې.

    د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت سلاکار، ادریس ستانکزي په وروستیو افشاګریو کې څرګنده کړې چې د جمهوریت د دورې لوړ پوړو چارواکو په کورنۍ توګه بهرنیو هېوادونو ته جاسوسي کول. د کورنیو چارو وزارت امنیتي سلاکار ادریس ستانکزي له همایون دانشیار سره په یو بې سانسوره خپرونه کې د جمهوریت د دورې ډېر پټ رازونه افشاء کړي وو.

    ستانکزي په دې مرکه کې د جمهوریت د ځینو لوړ پوړو چارواکو له لوري بهرنیو هېوادونو ته د جاسوسۍ موضوع روښانه کړې، خو هغه ویلي چې د قومي او ژبنيو تعصباتو له امله حکومت نشوای کولای د دې جاسوسۍ مخه ونیسي.

    نوموړی زیاتوي چې د استخباراتو عمومي رئیس ورته ویلي: «د احمدشاه مسعود ورور ضیا مسعود او زوی یې له آی‌ ایس‌ آی سره کار کوي او ځانګړې پیسې ترلاسه کوي. موږ د دې موضوع په اړه اسناد او یادښتونه لرو او دغه کسان پلټل شوي هم دي.» ستانکزی زیاتوي «ما وویل، نو ولې یې نه بندي کوئ؟ دا کس له آی‌ ایس‌ آی سره په دومره لوړه سطحه کار کوي؟» د استخباراتو عمومي رئیس داسې ځواب ورکړی: «دا موضوع د قومي مسئلې په توګه مطرح کېږي او له ملي اتل(یعنې احمدشاه مسعود) سره تړاو لري، نو موږ نشو کولای چې په دې اړه اقدام وکړو.»

    هو، د مقاومت جبهې هغه مشران چې په جمهوریت کې یې د بهرنیو استخباراتي ادارو لپاره کار کاوه، اوس هم هڅه کوي چې خپل پخوانی مسلک ژوندی وساتي او د هغوی د ګټو لپاره خدمت وکړي. هغه غونډې چې د مقاومت تښتېدلو رهبرانو په دې وروستیو میاشتو کې د آی‌ ایس‌ آی له چارواکو سره په تاجکستان او ترکیه کې ترسره کړې وې، د دوی خوش خدمتۍ او جاسوسۍ ته د لبیک ویلو ثبوت دی.

    خو باید ووایو چې افغان ملت د دې استخباراتي مهرو رښتینې څهرې پېژندلې دي، هیڅکله نه پرېږدي چې د بهرنیو هېوادونو جاسوسان د دوی پر خاوره سوداګري وکړي. ځکه افغان ملت اوس په دې پوهېدلی چې د دریو کلونو او څو میاشتو وړاندې تحولات، تنها د یو بې‌ کفایته حکومت ماتې نه وه، بلکې د استخباراتي ادارو د ماتې او د لستوڼي د هغه مارانو ماتې وه چې هره شېبه د افغان ملت او هېواد د له منځه وړلو په هڅه کې وو.

    اوس، هر ډول حرکت، خبرې او ادعاوې چې د دې ماتې خوړلو رهبرانو او په هغوی پورې تړلو ډلو له خوا مطرح کېږي، افغان ملت یې له بهرنیو استخباراتي ادارو څخه د اخیستلو شویو خبرو او فرمایشونو په توګه پېژني او دې رهبرانو ته د بهرنیو استخباراتي ادارو د جاسوسانو په سترګه ګوري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاسرائيلي رژيم بېګا شپه غزه کې د اوربند تړون مات او تر دې مهاله یې ۲۳۰ فلسطيني وګړي شهيدان کړي
    راتلونکي مقاله غزه کې د اسرائیلي رژیم په تازه بریدونو کې د شهید شویو فلسطینیانو شمېر له ۳۰۰ تنو واوښت

    مربوطه لیکنې

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    6 اکتوبر 2025

    د رباني ملت ځپونکې مبارزه او د هغه د زړورتیا دروغجن تاریخ

    27 سپتمبر 2025

    اسماعیل خان او نږدې کړۍ یې د له‌ منځه‌ تګ له جدي ګواښ سره مخ ده

    23 سپتمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 10 اکتوبر 2025

    د وینزویلا ولسمشر د ټرمپ فشارونو ته تسلیم شو

    ټرمپ راتلونکې یکشنبه اشغال شوي فلسطین ته سفر کوي

    10 اکتوبر 2025

    د امریکا ټينیسي ایالت زورورې چاودنې لړزولی

    10 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د وینزویلا ولسمشر د ټرمپ فشارونو ته تسلیم شو

    10 اکتوبر 2025

    ټرمپ راتلونکې یکشنبه اشغال شوي فلسطین ته سفر کوي

    10 اکتوبر 2025

    د امریکا ټينیسي ایالت زورورې چاودنې لړزولی

    10 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،044 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،992 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،034 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.