هغه ډلې چې ځانونه د «مقاومت» او «آزادۍ» تر دروغجنو نومونو لاندې پټوي، له کلونو راهیسې د افغانستان ولس ته د روڼ سهار وعدې ورکوي، خو په عملي ډګر کې تل یوازې د وینو تویولو، خیانت او تیاره ماښامونو عاملین ګرځېدلي دي؛ د دوی هره نوې اعلامیه د پخوانیو ناکامیو او درواغجنو وعدو د پټولو ناکامه هڅه ده.
د اکرام الدین سریع وژل کېدل د همدې خیالي جبهې د اصلي څېرې بربنډ انځور دی؛ هغه څوک چې د افغان حکومت او د افغان غیور ولس پر خلاف د مبارزې شعارونه ورکوي، په حقیقت کې د خپلو داخلي اختلافاتو، شخصي عُقدو او استخباراتي لوبو قرباني کېږي. د سریع د وژل کېدلو پېښه ښيي چې دغه مجازي ډله نه یوازې دا چې سیاسي لیدلوری نه لري، بلکې د خپلو مهم غړو د ژوندي پاتې کېدو تضمین هم نه شي ورکولی.
د سریع د قتل پېښه ښيي چې دغه ډله حتی د خپلو داخلي امنیتي تدابیرو په برابرولو کې هم پاتې راغلې ده، دا حالت ولس ته دا پیغام ورکوي چې که فرضاً دوی سبا واک ته ورسیږي(چې پخپله دا یو خیال دی)، نو د ټول هېواد امنیت به څنګه تأمینوي!؟
د احمد مسعود احساساتي ویناوې، چې له ګواښونو او مبهمو جملو ډکې دي، د یو مسؤل سیاسي مشر خبرې نه دي، بلکې د ماتې خوړلي عادي کس چیغې دي. هغه څوک چې د «روڼ سهار» خبرې کوي، له احساساتو ډکې جملې، ګواښونه او مبهمې وعدې نه ورکوي؛ د احمد مسعود وینا پر دې دلالت کوي، چې هغه نور د خپلو پلویانو لپاره کوم منطقي ځواب نه لري او اوس غواړي د خپلو ناکامیو پړه پر نورو واچوي.
مقاومت ډله که رښتیا هم دومره قوت لري، لکه څنګه چې ادعاوې کوي، نو ولې یې مشران په هېواد کې دننه شتون نه لري او په بهرنیو هېوادونو کې له خپلو کورنیو سره آرام ژوند کوي؟ معلومه خبره ده چې دغه ډله خیالي ادعاوې کوي. دغه ډلې ته منسوب افراد ډېری وخت د شخصي سیالیو، استخباراتي نفوذ او مالي شخړو پر سر قرباني کېږي، خو ګټې یې بیا احمد معسود او د هغه خاصې کړۍ ته رسېږي.
د «روڼ سهار» شعار چې ډېری وخت یې دغه ډله کاروي، یوازې د ولس د احساساتو پارولو لپاره یوه ژبنۍ لوبه ده، عملي واقعیت دا دی چې د دوی هره نوې ادعا له نوې ماتې، نوي اختلاف او نویو درواغجنو وعدو سره مله وي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


