Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د مقاومت ډلې د سیاسي دفتر نوی نښان او تر شا یې پټ پیغامونه
    لیکني

    د مقاومت ډلې د سیاسي دفتر نوی نښان او تر شا یې پټ پیغامونه

    صابر افغانصابر افغان4 جنوري 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د احمد مسعود په مشرۍ د خیالي مقاومت ډلې له‌ خوا د سیاسي دفتر نوي نښان پر رسنیو خپور شوی؛ په دغه نښان کې د پرځېدلي جمهوریت د درې رنګه بیرغ ترڅنګ، د مقاومت ډلې بیرغ هم ځای پر ځای شوی او یوازې یوه ملي ژبه پکې کارول شوې. دا یوازې یو سمبولیک بدلون نه دی، بلکې د دغه ډلې پلویانو ته څرګند سیاسي پیغام لري.

    نښانونه په سیاست کې د فکر، هویت او راتلونکې تګلارې استازیتوب کوي. کله چې یو جریان خپل سیاسي نښان اعلانوي، په حقیقت کې هڅه کوي خپل اصلي دریځ اعلان کړي. د مقاومت ډلې نوی نښان هم همداسې دی؛ ظاهراً ساده معلومېږي، خو په باطن کې له معناوو او سیاسي پیغامونو ډک دی.

    په دې نوي اعلان شوي نښان کې د بیرغونو دوه ګونی شتون او د پښتو ژبې نشتوالی د پام وړ ټکي دي. پښتو د افغانستان ملي ژبه او د ملي هویت یو اساسي رکن دی. د داسې ژبې له پامه غورځول، چې د دې خاورې د نیم نفوس ژبه وي، تصادفي نه شي کېدای. دا کړنه په عملي ډول دا پیغام ورکوي چې یاد جریان ځان د ټول افغانستان استازی نه، بلکې د یوې ځانګړې سیاسي او ژبنۍ حوزې وارث ګڼي او دا دریځ په مقاومت ډله کې د پښتنو غړو او پلویانو د اندیښنې سبب ګرځېدلی دی.

    بل مهم اړخ دا دی چې په نښان کې د پرځېدلي جمهوریت د بیرغ ترڅنګ د رباني د دورې بیرغ، چې اوس د مقاومت ډلې بیرغ هم دی، ځای پر ځای شوی دی. دا دوه بیرغه دوه بېلابېل روایتونه تمثیلوي؛ درې رنګه بیرغ له نورو مخالفینو سره د ګډ تشکل نښه ده، همدا راز د رباني بیرغ(چې اوس د مقاومت ډلې بیرغ دی) د تنظیمي واکمنۍ، انحصاري سیاست او کورنیو شخړو خاطرې له ځان سره لري. د دواړو یوځای کول دا ښيي چې مقاومت ډله یو خوا غواړي ځان نورو مخالفینو ته نږدې وښیي او بل خوا لا هم دغه ډله د تنظیمي تفکر له سیوري نه ده وتلې او تر ملي(!) شعار لاندې زاړه سمبولونه بیا تولیدوي.

    سره له دې ټولو نښو، ځینې افغانان لا هم د احمد مسعود ملاتړ کوي او هغه د نجات رهبر بولي. دا ملاتړ پر اسلامي او ملي فکر او سیاسي منطق نه دی ولاړ، بلکې د احساساتي پرېکړو پایله ده. د سیاسي دفتر دغه نښان وښوده چې احمد مسعود او د هغه نږدې کړۍ د پښتنو او نورو قومونو له سیاسي نقش سره ژوره فاصله لري. که څه هم دا عناد تر اوسه په ښکاره ډول نه دی اعلان شوی، خو په نښان، ژبه، اړیکو او سیاسي چلند کې یې نښې څرګندې دي.

    تاریخي شواهدو ښودلې چې داسې جریانونه خپل اصلي نیت هغه وخت ښکاره کوي چې قدرت ته ورسېږي، نه هغه مهال چې د ملاتړ د جلبولو اړتیا ولري؛ سره له دې چې مقاومت ډلې له وخت وړاندې خپله اصلي څېره روښانه کړه، خو بیا هم یو شمېر ړانده ملاتړي د دغه ډلې په دروغجن شعار تېروتلي او مسیر نه ترې جلا کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نیکولاس مادورو د تښتونې عملیاتو کې ۴۰ تنه وژل شوي
    راتلونکي مقاله چين پر وينزويلا د امريکا بريد استبدادي اقدام بللی دی

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026

    د پاکستاني پوځ تبلیغاتي دریځ او د افغانستان په اړه د واقعیت تحریف

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 7 جنوري 2026

    د سوریې قسد نیمه پوځي وسله‌واله ډله: له حلب ښار څخه خپل بشپړ شاتګ اعلانوو

    د مظلوم عبدي په مشرۍ د سوریې قسد ملېشو په یوه خپره کړې اعلامیه کې…

    د سوریې حکومتي ځواکونو حلب کې د قسد ملېشو پر وړاندې عملیات پیل کړل

    7 جنوري 2026

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت: تېر کال تر ۸۲ زره زیات کاري جوازونه وېشل شوي

    7 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوریې قسد نیمه پوځي وسله‌واله ډله: له حلب ښار څخه خپل بشپړ شاتګ اعلانوو

    7 جنوري 2026

    د سوریې حکومتي ځواکونو حلب کې د قسد ملېشو پر وړاندې عملیات پیل کړل

    7 جنوري 2026

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت: تېر کال تر ۸۲ زره زیات کاري جوازونه وېشل شوي

    7 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،049 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.