Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د مقاومت ډلې د علماوو نامشروع دریځ او ولسي روایت
    لیکني

    د مقاومت ډلې د علماوو نامشروع دریځ او ولسي روایت

    صابر افغانصابر افغان24 دسمبر 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې سخته او اوږده لاره، له بې‌ شمېره ازمایښتونو، کړاوونو او ترخو تجربو سره وهلې ده. دا ولس اوس د پوخوالي او درایت عمر ته رسېدلی، نه یې په پردیو پورې د تړلیو او مطلب آشنا علماوو خبرې کمزوری او لړزولای شي، نه یې د جبهاتو او تش په نوم مقاومتونو دوکې او دسیسې کم‌رنګه او د یوې بلې بې‌ ثباتۍ کندې ته ور ټېل وهلای شي.

    له شک پرته دا جغرافیه په تېرو څلوېښتو کلونو کې له ډول ډول سیاسي بهیرونو، احزابو او تشکیلاتو سره اوسېدلې. ولس دا ټول جریانونه له ریښې څخه پېژني، د هغوی له فکري جوړښت، ذهني تګلارو او سیاسي تمایلاتو څخه خبر دي؛ ځکه خو یې نیمګړتیاوې، فکري ناروغۍ او حتی انحرافات ترې پټ او پناه نه دي.

    د دې اوږدې، پېچلې او له تجربو د ډکې لارې له وهلو وروسته، دا ملت نور هېڅکله ځان د ناسالمو، ګډوډو او بې‌ ریښې جریانونو د لوبو وسیله نه ګرځوي، خپل کور، ټاټوبی او د ولس آرامي، د علم پلورونکو علماوو په بې معنی او بې باوره ویناوو نه پلوري.

    نننی افغانستان په سیمه کې د یوه خوندي، باثباته او د سیاسي – اقتصادي استقرار درلودونکي هېواد په توګه راڅرګند شوی دی. هغه آرامي او سوکالي چې هېواد نن ترې برخمن دی، د جګړو او شخړو د ټولو کلونو په پرتله بې‌ سارې ده او دا هر څه د سرتاسري امنیت د ټینګښت په پایله کې لاس ته راغلي دي.

    له دې هر څه سره سره، په مقاومت جبهې پورې د تړلو علماوو او تښتېدلیو تشې، تبلیغاتي او رسنیزې خبرې د فکر کولو او تأمل وړ دي، دا چې څه ډول د دوکې پر لاره ګام ږدي او په شعوري ډول هڅه کوي هغه څه سپین وښيي چې تر هغه د بل تور څه تصور نشي کېدای! دا کار د هغه چا مثال لري چې له بارانه تېښتي او تر ناوې لاندې درېږي.

    خو له نېکه مرغه، د اوسني حکومت د سیاسي او اقتصادي لید د پیاوړتیا، د خپلواکۍ د ټینګښت او د نسبي ثبات په رامنځته کېدو سربېره، د افغانستان شریف ولس هم فکري ثبات او رواني آرامۍ ته رسېدلی دی او د اوسني وضعیت د مثبتو اړخونو ستاینه کوي. د اوسني حالت په اړه دا ولسي درک او قضاوت د کلونو ازمیښتونو، ناکامیو او تجربو پایله ده چې د حقیقت د منلو او حق په جانب اعتراف مرحلې ته رسېدلی دی.

    بیا څنګه امکان لري چې دا ملت د داسې عالم‌نما او نمایشي کسانو په بې‌ ریښې، بې‌ روحه او عالم‌نما خبرو ولړزېږي او د خپل آرام ژوند په کور کې د وېرې او اضطراب لمبې بلې کړي؟ دا یوازې یو خام فکر، خامه انګېرنه او توره مفکوره ده چې هېڅکله به د حقیقت جامه وانه غوندي.

    نن سبا د دې هېواد هر وګړی په رڼو سترګو او ویښ وجدان مثبت بدلونونه ویني، اوسنی وضعیت د تېر وخت له تورو، نا امنو او ګډوډو شرایطو سره پرتله کوي او په پایله کې په عادلانه او منصفانه ډول د دې هر څه ستاینه کوي. د هغو کسانو خبرې چې د دیني عالم په جامه کې، له لرې او بهر څخه د دسیسو جوړولو په لټه کې دي، په کلکه یې ردوي او مخونه یې ور توروي.

    دا ټول بدلونونه او پرمختګونه د اوسني حکومت د دوامدارو، منظمو او متمرکزو هڅو پایله ده چې د هېواد د آبادۍ، ثبات او اقتصادي ودې لپاره یې په تېرو څو کلونو کې ترسره کړې دي، ولس د دې هر څه شاهد دی او په خپلو سترګو یې ویني.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد افغان اسلامي پوهنتون طب پوهنځي لپاره د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت لابراتوار پرانیستل شو
    راتلونکي مقاله د یمن حکومت او حوثي وسله‌والو ترمنځ د بندیانو پر تبادلې هوکړه وشوه

    مربوطه لیکنې

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    مخکښ پاکستانی خبریال، احمد نوراني: زموږ سره د عاصم منیر په څېر د هېواد پلورونکو، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هېڅ کمی نشته

    13 مارچ 2026

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 مارچ 2026

    هېواد کې د کوچني اختر په مناسبت درې ورځې عمومي رخصتي اعلان شوه

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې د راتلونکې هجري قمري میاشتې له لومړۍ…

    د افغان حکومت د مشرتابه اختریز پیغام: افغان حکومت د نړۍ په هره برخه کې د مسلمانانو پر وړاندې ناوړه کړنې او د هغوی پر حقوقو تجاوز ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي

    16 مارچ 2026

    د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند، ابراهیم ذوالفقاري: سیمه کې د انټرنشنل استخباراتي خبري شبکې بنسټونه او همکارې سرچینې هدف ګرځوو

    16 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    هېواد کې د کوچني اختر په مناسبت درې ورځې عمومي رخصتي اعلان شوه

    16 مارچ 2026

    د افغان حکومت د مشرتابه اختریز پیغام: افغان حکومت د نړۍ په هره برخه کې د مسلمانانو پر وړاندې ناوړه کړنې او د هغوی پر حقوقو تجاوز ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي

    16 مارچ 2026

    د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند، ابراهیم ذوالفقاري: سیمه کې د انټرنشنل استخباراتي خبري شبکې بنسټونه او همکارې سرچینې هدف ګرځوو

    16 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،073 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.