Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو کارخونې دویم او درېیم فازونه پرانیستل شول
    افغانستان

    د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو کارخونې دویم او درېیم فازونه پرانیستل شول

    صابر افغانصابر افغان25 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو کارخونې د گول سیخونو د دویم او اوسپنیزو گاډرو د تولید درېیم فازونه پرانیستل.

    نوموړي د پرانیستې په دغه مراسمو کې وویل، د صنعت سکتور په پرمختگ سره به په هېواد کې اقتصادي پراختیا رامنځته شي.

    همدارنگه نوموړي د کارخونو مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې حکومت صنعتي کارخونو ته د دایمي برېښنا چمتو کولو لپاره هڅې کوي.: «په همدې موخه د کورنۍ برېښنا د تولید کچې زیاتولو په موخه پر نورو پروژو سربېره له خصوصي سکتور سره د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۳ مېګاواټه تولیدي برېښنا قرارداد لاسلیک کړ.

    اسلامي امارت په کور دننه د خامو توکو چمتو کولو په موخه د هرات د اوسپنې کان څلور بلاکونه د داوطلبۍ له لارې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل، څو په راتلونکي کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د خامو موادو له کمښت سره مخ نه شي.»ښاغلي برادر وویل، اسلامي امارت پر هغو اوسپنیزو توکو تعرفه لوړه کړې ده چې په کور دننه تولیدېږي او د هېوادوالو اړتیاوې پوره کولی شي.

    نوموړي له ټولو دولتي ادارو او هېوادوالو وغوښتل، چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو پر مهال له کورنیو تولیداتو گټه واخلي، که څه هم کیفیت یې د بهرنیو تولیداتو په پرتله له لس تر پنځلس سلنې ټیټ وي.:« له صنعت کارانو او پانگه‌والو غواړو چې د هېواد دننه په داسې مهمو سکتورونو کې لکه دا نن یې چې پرانیسته کوو، پانگونه وکړي او له دې لارې د هېواد په پرمختگ او ځان بسیاینه کې خپل مسوولیت اداء کړي.»

    د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې په دویم او درېیم فازونو کې ۵۰ مېلیون ډالره پانگونه شوې، چې په ورځني ډول د اوسپنې پټلۍ خطونو، گول سیخ او گاډرو سلگونه ټنه تولید ظرفیت لري او شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته پکې کاري زمینه برابره شوې.

    مخکینۍ مقالهبلخ کې دوه شر اچوونکي وژل شوي او درې ژوندي نیول شوي
    راتلونکي مقاله هلمند: د گرشک ـ سنگیلان سیمې د سړک دوو ترمیماتي پروژو کارونه روان دي

    مربوطه لیکنې

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    13 جنوري 2026

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    د خصوصي ښوونیزو مرکزونو خدمات به معیاري او فیسونه به یې مناسب شي

    13 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 جنوري 2026

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    کابل کې د ترکیې سفارت وايي، چې د ياد سفارت سرکنسل مراد دیکمن د بلخ…

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    13 جنوري 2026

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.