
د ملي دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال، مولوي محمد قاسم فرید د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ روسیې ته په رسمي سفر تللی.
ملي دفاع وزارت وایي، ښاغلي فرید دې سفر کې له خپل روسي سیال واسیلي اوسماکوف سره کتلي.
سرچینه زیاتوي، چې دې کتنه کې د سیمهییز امنیت، متقابلې همکارۍ او د امنیتي ننګونو پر مخنیوي خبرې شوې دي.

