Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د ملي مقاومت شوری؛ که د خاینانو اشر!؟
    تورې څېرې

    د ملي مقاومت شوری؛ که د خاینانو اشر!؟

    صابر افغانصابر افغان19 اگست 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د ملي مقاومت شوری چې په حقیقت کې د خاینانو ګډ اشر دی، د جمهوریت د دورې منفوري سیاسي او نظامي څهرې پکې راټولې دي؛ له امریکایي اشغال وروسته له تېرو دریو کلونو راهیسې، دې ائتلاف هڅه کړې چې د اسلامي امارت په وړاندې د سیاسي ځواک په توګه پاتې شي.

    دغه شوری په خپلو اعلامیو کې جګړې او خون‌ریزي ته هڅونه کوي او غواړي چې د افغان ملت په وینو د قدرت تر ماڼۍ ورسېږي؛ د دې شوری وروستی اعلامیه چې د جګړې او قدرت د بیا ترلاسه کولو غوښتنه پکې شوې، د دوی د واک غوښتنې لوړه کچه ښیي.

    ١. د دې شوری د غړو مخینه:

    ددې شوری غړي چې ډیری یې د جمهوریت د دورې په کلیدي پوستونو کې وو، د فساد، غلا او د بیت المال د سرچینو د لوټلو پراخه سابقه لري؛ دې کسانو د ډالرو او قدرت په خاطر، خپل ماضي جهاد او هڅې چې د روسانو په وړاندې یې کړي وو، د پیسو او قدرت لپاره خرڅ کړل او نه یوازې د خپل وخت په حکومت کې یې د خلکو لپاره ثبات او امنیت راستون نه کړ، بلکې له عامه سرچینو په سوء استفاده یې ټولنیزې او اقتصادي کندې لا نورې ژورې کړې؛ دوی د خلکو له باور څخه ناوړه استفاده وکړه، بیت المال یې لوټ او په اروپايي هیوادونو کې یې ځان ته غوره کورونه او تجارتي شرکتونه جوړ کړل.

    ٢. د شوری د ملي مشروعیت نه شتون:

    د دې شوری لپاره یو له لویو ننګونو څخه د خلکو ترمنځ د مشروعیت نه شتون دی؛ د افغانستان خلک چې اوږدې جګړې او داخلي شخړو رنځولي دي او د دې کسانو مخینه ورته معلومه ده، نور د دوی د فساد او ناپایداره دورې بیا راتګ نه غواړي؛ ټول افغانان دې شوری ته د امریکایي اشغال د سمبول، غلامانو او د اشغال د ګمارل شوي حکومت د پاتې شونو په توګه ګوري چې افغانستان یې د شلو کلونو لپاره د بحران په تیاره څاه کې اچولی وو؛ له دې امله، د خاینانو ددې ائتلاف هڅې د افغانستان د جګړې د بیا تازه کولو لپاره بې اغیزې دي او د ملت له لوري نفرین کېږي.

    ٣. جګړې او تورې دورې ته د افغانستان لېږدول:

    د دې شوری وروستۍ اعلامیه د اسلامي حکومت په وړاندې پر مسلحانه جګړې او مبارزې ټینګار کوي، چې د دې ډلې د تېرو وحشتونو او بې ثباته دورې ته د ستنېدو نښه ده؛ دا اعلامیه نه یوازې دا چې له ستراتیژیک اړخه غیر مسؤولانه او غولوونکې ده، بلکې کولی شي د افغانستان په بدبختیو، کډوالۍ او اقتصادي کمزورتیاوو کې ډیرښت رامنځته کړي چې یوازینی پایله به یې د عادي افغانانو لا نور ځورول وي.

    دا په داسې حال کې چې افغانان د سولې، ثبات او د خپل هیواد د بیا رغونې غوښتونکي دي او هېواد ته د خاینانو ددې اشر د بیا راتګ لپاره هر ډول هڅې ردوي؛ تېرو تجربو ښودلې چې د دې خلکو شتون نه یوازې دا چې ستونزې یې نشي حل کولی، بلکې د افغانستان لپاره د ویرانۍ او نابودۍ سبب کېږي.

    ۴. د افغانستان راتلونکې او د پرمختګ د نوې تګلارې ته اړتیا:

    د افغانستان راتلونکې د ابادۍ او پرمختګ یوې نوې او کارنده تګلارې ته اړتیا لري، داسې تګلاره چې د اقتصاد محوره سیاست او د هېواد د بیا رغونې پر ګډو هڅو ولاړه وي، لکه څه ډول چې اوس مهال اسلامي امارت د ځان لپاره کوم مسیر ټاکلی دی؛ د نوي او سازنده لیدلوري ته اړتیا لري، چې د اقتصاد پر بنسټ سیاست او د هیواد د بیا رغونې لپاره ګډو هڅو ته وي.

    د خاینانو ائتلاف د جګړې او تاوتریخوالي ته د هڅولو پر ځای، باید له خپلو پخوانیو ناکامو تجربو څخه درس واخلي، ځکه ملت دوی ته پوره وخت ورکړی وو؛ خو دوی د قدرت له ترلاسه کولو او د شمتنیو له جمع کولو پرته بل هېڅ و نه کړل.

    مخکینۍ مقالهد هېواد د اوبو د مهار هڅې؛ پکتيکا کې د پلتوني اوبو بند چارې پيل شوې
    راتلونکي مقاله مخابراتو وزارت: کابل کې د مخابراتي شرکتونو د فلټر او بند شویو سایټونو څارنه وشوه

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.