Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ملګرو ملتونو په بې کفایتۍ او وابستګۍ د یو مسلمان جسارت!
    لیکني

    د ملګرو ملتونو په بې کفایتۍ او وابستګۍ د یو مسلمان جسارت!

    صابر افغانصابر افغان26 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کله چې دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده د بلې خونړۍ نړیوالې جګړې د مخنیوي په موخه د امریکا د ولسمشر روزولټ د وړاندیز په اساس د ملګرو ملتونو سازمان په 1945 م کال کې تاسیس شو.

    دغه سازمان یوازې د امریکا او د شپږو لویو قدرتونو ګټې تضمین کړي نور یې د جګړې د مخنیوي په تړاو هیڅ اقدام نه دی کړی، خو ددې برسېره یې د امریکا، ناټو او غربي هیوادونو یرغلونو ته یې حقوقي بار جامه اغوستې.

    په افغانستان یې د امریکا یرغل د دموکراسۍ د تحقق لپاره د ناټو جګړه یاده کړه حال دا چې د امریکا د وخت ولسمشر وویل چې دا د صلیب جګړه ده، موږ به د صلیبي جنګ لپاره خپلو متحدینو سره اوږه په اوږه په افغانستان کې جګړه مخ ته وړو.

    له هغې وروسته یې په عراق د امریکا جنګ ته مشروعیت ورکړ او په عراق یې تور پورې کړ چې نوموړي کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې تولید کړي چې دا وسلې د نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي.

    حال دا چې د امریکا له یرغل وروسته او د صدام حسین له اعدام وروسته داسې لاسوند په لاس ورنغی چې دا ثابته کړي چې په عراق کې دې ګویا بیولوژیکي وسلې شتون ولري.

    وروسته لیبیا په نښه کړه او هلته یې معمر القزافي وواژه د لیبیا تیل او نفت یې استعمار کړل، خو د ملګرو ملتونو سکوت مات نه شو او امریکا ته یې ونه ویل چې تا څه خوړلي چې هضمولی یې نه شې.

    هماغه پرېکړه 1947 کال کې شوې چې په ترڅ کې یې فلسطین د خود مختاره دولت په توګه په رسمیت پېژندل شوې او ځمکې به یې له اسرائیلو بیرته فلسطین ته مصادره کېږي؛ د ملګرو ملتونو سازمان دا پرېکړه تطبیق نه شو کړای.

    دا چې تطبیق نه شوه د دې څخه علاوه یې د اسرائیلو له لوري یې په فلسطین او فلسطینیانو هیڅ بربریت ونه غانده، خو برعکس کله چې حزب الله یا حماس اسرائیل پسې اخیستی، دوی دستي اضطراري ناستې بللي او اسرائیل یې له محاصرې او ماتې بچ کړی.

    کله چې اسلامي هېوادونه لکه مصر، اردن او عراق د فلسطین په ننګ له اسرائیلو سره جګړې ته را پرېوتي، نو ملګرو ملتونو د سولې موضوع رامخ ته کړې، مسلمانان یې خام طمع کړي او اسرائیل یې ترې ژغورلی.

    نن د ملګرو ملتونو د سازمان په مقر کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د دې سازمان په کفایتۍ غږېدلی او ویلي دي چې په دې سازمان کې اصلاحاتو ته شدیده اړتیا ده، یو سازمان چې په دومره لویوالي او قوت د فلسطین عادي موضوع نه شي حل کولی باید تجدید نظر پرې وشي.

    دا لومړی ځل دی چې د هیواد مسلمان سیاستوال او وزیر د دې سازمان په مقر کې د دې سازمان په بې کفایتۍ غږېږي.

    ملګري ملتونه رښتیا هم یو ثالث بالخیر ادرس نه دی، بلکې په اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې د امریکا، ناټو او د غرب یرغلونو ته د حجت دلایل لټوي.

    د شمالي کوریا دفاعي ځواک باندې نیوکې کوي، له امریکا پرته چې هر هېواد بالستیک یا اټومي توغندي جوړوي، تحریمونه پرې وضع کوي.

    روسیه که د خپلو ګټو په موخه یوکراین ځپي، د یوکراین په طرفداري غږېږي، یعنې هر ځای کې د امریکا او غربي ټلوالې ملاتړ کوي.

    ددې سازمان دفتر په نیویارک کې هم د سوال وړ دی چې ولې په یو بل هیواد کې دا دفتر نه جوړېده چې د امریکا د حاکمیت تر سیوري لاندې جوړ شوی؟د ملګرو ملتونو د سازمان مصارفات ډېره لویه امریکایان تادیه کوي چې دا خپله د بحث وړ مسئله ده؛ دملګرو ملتونو سازمان د دریم ګړي ادرس په توګه نه، بلکې د امریکا د مامور په حیث په مسائلو کې دیدخله ده.

    یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهمقاومت جبهه د قرآن کریم له انده (۱)
    راتلونکي مقاله د کابل ۱۷مه ناحیه کې د کوڅو جوړولو ۳ پروژې بشپړې شوې

    مربوطه لیکنې

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025

    انتخابي عدالت که د فشار وسیله؟ د جمهوریت د جنایاتو په اړه د نړۍوالې جنایي محکمې چوپتیا

    16 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    د ازموینو ملي ادارې نن (یکشنبه، د چنګاښ ۲۹مه) د حکومت د رسنیو مرکز کې…

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025

    بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې د بلوچستان په سوراب کې د پاکستاني پوځ پر کمپ برید کې شپږ پوځیان وژلي

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025

    بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې د بلوچستان په سوراب کې د پاکستاني پوځ پر کمپ برید کې شپږ پوځیان وژلي

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،926 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.