په دې کې شک نشته چې داعش د امریکا او اسرائیلو استخباراتي پروژه ده، چې اساسي هدف یې په منځني ختیځ کې د لوی اسرائیل جوړولو ته لاره هوارول او په ټوله اسلامي نړۍ کې د امریکا او صهیونیستي رژیم پر وړاندې د مقاومت عوامل له منځه وړل دي.
په اسلامي امت کې مذهبي شخړې، د جهادي فکر او مجاهدینو له منځه وړل، د اسلامي نظام او خلافت بدنامول، غیر مسلمو ته د اسلام له مبارک دین څخه بد تصویر وړاندې کول، د مسلمانانو تکفیرول، د اسلام تاریخي او ثقافتي هویت له منځه وړل هغه عمده اهداف دي، چې امریکا د داعش ډلې په توسط تر لاسه کړل/کوي.
په دې مقاله کې به د داعش او صهیونیست رژیم تر منځ د منځني ختیځ د تاریخي هویت له منځه وړلو په برخه کې شباهت او د هدف د یوالي په اړه ولولو، د لیکنې په پای کې تاسو خپله قضاوت کولای شئ چې امریکا په څومره مهارت سره په مختلفو نومونو په اسلامي نړۍ کې نیابتي ډلې جوړوي او بیا له دې لارې خپل پلانونه او نقشې پلې کوي.
د منځني ختیځ د تاریخي حیثیت له منځه وړلو په موخه د داعش هڅې:
داعش په عراق او شام کې د نیول شوو سیمو د خلکو پر وړاندې د نورو وحشتونو او جنایاتو تر څنګ د شرک او بدعت په نوم تاريخي ودانۍ او اثار هم له منځه یووړل. د عراق هېواد د موصل او تکریت تاریخي ښارونه تر نورو زیات د دوی له ورانیو سره مخ شول. د حضرت یونس مسجد، د حضرت شیث مسجد، د نورالدین زنګي د وخت نوري مسجد، د سلطان ویس مسجد، د اشوریانو دروازه او دیوال، د تل عفر تاریخي کلا او د موصل اړوند د نمرود تاریخي ښار کې تاریخي اثار او یاد ګارونه هغه ځایونه دي چې داعش د خپل جعلي خلافت پر مهال ویجاړ کړل.
داعش د خپلو نورو ورانیو او وحشتونو په څېر د خپل دې عمل د توجېه لپاره دلایل تراشي، تر څو خپله اصلي څهره له خلکو پټه وساتي.
دلته د لاندې ځینو مهمو نقاطو یادونه اړینه ده:
١- داعش تر خپل واک لاندې سیمو کې د اسلام تر مخه او اسلامي دورو اړوند تاریخي ودانۍ او آثار هدف وګرځول، په داسې حال کې چې په عراق او شام کې د صحابه کرامو دوره او اسلامي خلافتونه تېر شوي، هغوی دا کار نه دی کړی او نه هم د امت سلفو علماء کرامو د یادو اثارو د ړنګولو په اړه کومه فتوی ورکړې ده.
د عبرت په نظر د تاریخي ځایونو کتنه یو مهم کار دی:
الله تعالی په قرانکریم کې فرمایي فرمایي:(قُلۡ سِيرُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَٱنظُرُواْ كَيۡفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلُۚ كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّشۡرِكِينَ). [سورة الروم، آیه ۴۲].
ژباړه: [اې پېغمبره! (صلی الله علیه وسلم)!] دوى ته ووايه چي په ځمکه کې وګرځئ، وګورئ چې د مخکې تيرو شويو قومونو عاقبت څنګه شوی دى، له هغو څخه زياتره مشركان وو.
که یوه بېلګه د فرعون جسد ور کړو، اللهﷻ فرمایي: (فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ). [سورة یونس، آیة ٩٢].
ژباړه: اوس به نو مونږ یواځې ستا جوسه (مړی) وژغورو، تر څو له تا څخه وروسته(راتلونکو) لپاره د عبرت نښه وګرځي، كه څه هم چې زياتره انسانان زمونږ له نښانو څخه غفلت كوي.
د فرعون جسد الله تعالی د خلکو د عبرت لپاره د اوبو سرته راپورته کړ او تر نن پورې په مصر کې شته، مصر د عمرو بن العاص رضی الله عنه په مشرۍ د عمر رضی الله عنه په خلافت کې فتحه شوی او له هغه وخته تر اوسه چا د فرعون جسد په بمونو انفجار نه کړ او نه یې د دې جسد لیدونکي په نښه کړل. ښکاره خبره ده چې داعش ځانونه تر هر چا ډېر دینداره او د اللهﷻ ښه بنده ګان بولي.
۲- داعشیان له خپل فکر سره سم د اسلام څخه مخکې دورو تاریخي ځایونو د له منځه وړلو او یا هم د مسجد یونس دننه د مقبرې شتون ته د جاهلي دورې د یادګارونو ختمولو، د شرک او بدعت د مراکزو د له منځه وړلو دلایل تراشي.
اوس سوال دا دی چې د نورالدین زنګي له لوري جوړ شوی مسجد(مسجد نوري) مو په کوم دلیل شهید کړ؟ د زنګي کورنۍ تاریخ مسلمانانو ته څه چې صلیبیانو ته ښه یاد دی، هغه زنګیان چې د ټولې اسلامي نړۍ له منځه د صلیبي یرغلونو په مقابل کې ولاړ او د دوی واکمني د القدس د آزادۍ لپاره د وخت یواځینی ادرس ؤ. صلاح الدین ایوبي خو د نورالدین زنګي له لوري روزل شوی سپاهي او په مصر کې د هغه نائب ؤ.
ښکاره خبره ده چې داعش د صلیبیانو د خوشحالولو په موخه د نورالدین زنګي یادګار او د هغه دورې مسجد شهید کړ، که چېرې یې وس رسېدلی وای ضرور به یې د نورالدین زنګي او صلاح الدین ایوبي رحمهما الله مقبرې هم په بمونو الوزولې وای.
عجیبه دا ده چې ابوبکر بغدادي په 2014م کې خپل خلافت د همدې مسجد له منبر څخه اعلان کړ، تر څو د مسلمانانو توجه ځانته جلب کړي، ځکه اسلامي امت نورالدین زنګي ته په لوی احترام قایل دی؛ خو په 2017م کال چې کله د خلافت دعوه لرونکي په خپله ماتې باوري شول، نو خپله اصلي څهره یې بربنډه او د اسلامي امت د مسجدونو سره یې کینه د نوري مسجد په ورانولو سره ښکاره او پیل کړه. همدا اوس هم د دوی د بریدونو تر ټولو زیات هدف مساجد او مدارس وي.
اوس به راشو چې اسرائیلو له داعش څخه وروسته څنګه هڅه وکړه چې په منځني ختیځ په ځانګړي ډول خپل ګاونډ کې د سیمې تاریخي هویت له منځه یوسي او د خپلې شومې ارادې پلي کولو(لوی اسرائیل جوړولو) ته لومړني شرایط برابر کړي؟!
یهود عقیده لري چې دوی باید اقصی مسجد وران، پر ځای یې هیکل سلیماني جوړ او د نیل څخه تر فرات پورې په ټوله سیمه یهودي دولت(لوی اسرائیل) رامنځته کړي، چې له دې سیمې به په ټوله نړۍ باندې حکومت کوي. دا هدف د دوی په بیرغ باندې هم ترسیم دی، په دې ډول چې د بیرغ په څنډو کې دوه آبي کرښې د نیل او فرات سېندونو او د منځ ستوری یهودي دولت او واکمنۍ ته اشاره ده.
د اسرائیلو له لوري د غزې او لبنان په جنګ کې تاریخي ځایونه او مسجدونه په نښه کول:
غزه او د فلسطین اشغالي خاوره د افریقا او اسیا د لویو وچو د ځمکني اتصال او د مدیترانې په غاړه د اروپا او اسیا تر منځ د بحري لارو د وصل په برخه کې یو مهم موقعیت لري، چې د تاریخ په اوږدو کې د ګڼو مدنیتونو شاهده پاتې شوې ده. له بل لوري لبنان هم د خپل ستراتيژیک موقعیت له اړخه تر اشغالي فلسطین کم نه دی، په یاد هېواد کې ځينې ښارونه لکه بیروت، بعلبک، صور او نور له دریو زرو څخه تر څلورو زرو کلونو پورې تاریخي قدامت لري. په دې اساس په یادو سیمو کې د مختلفو تاریخي دورو او واکمنیو تاریخي اثار موجود دي. د لبنان د بعلبک تاریخي ښار کې تر نورو هغو زیات تاریخي آثار شته چې زیاتره یې د فینقیانو(کنعانیانو)، بېزنطیانو، سلجوقیانو، ایوبیانو، صلیبیانو، چنګیزیانو، مملوکانو او عثمانیانو دورو ته منسوب دي.
د الجزیرې د راپورونو له مخې صهیونیستي رژيم یواځې د ۲۰۲۴م کال په جریان کې په غزه کې ۸۵۰ مسجدونه په کلي، ۱۵۱ په جزوي ډول تخریب کړي، پر دې سربېره یې په یاد تړانګه کې ۱۹ تاریخي مقبرې او ۳ تاریخي کلیساوې هم نړولې دي. په دې موده کې بیا په لویدیځه غاړه کې ۲۰ مسجدونه تر حملو او جزوي ورانۍ لاندې راغلي دي.
د یادې رسنۍ د مستندو راپورونو پر اساس صهیونیستي رژيم د لبنان په څلورو ښارونو(بیروت، بعلبک، صور او بقاع) کې ٢٨ تاریخي ځایونه د بمبارد په توسط تر هدف لاندې نیولي چې په ځینو برخو کې یې زیات زیانونه ور اړولي دي. د بعلبک ښار چې د اشغالي فلسطین له پولو لیرې موقعیت لري او د حزب الله هېڅ ډول د پام وړ مرکز او یا د اسلحو زېرمه ورکې نشته، خو صهیونیست رژيم د جګړې په جریان کې د یاد ښار له اوسېدونکو وغوښتل چې ښار تخلیه او نورو ځایونو ته کډوال شي. د بعلبک تاریخي کلا مخې ته د عثماني دورې یوې تاریخي ودانۍ شتون درلود، چې صهیونیستي رژيم د ۲۰۲۴م کال د فبروري په ۷مه د بمبارد په ترڅ کې ویجاړه کړه. سربېره پر دې یې په یاد ښار کې د مارونیانو، ارتودوکس او کاتولیک مذهبونو اړوند تاریخي کلیساوې چې زرګونه کلونه سابقه لري په جزوي ډول تخریب کړې.
یوه د پام وړ نقطه:
په مسیحي مذهب کې درې لویې فرقې شته چې له کاتولیک، ارتودوکس او پروټيسټنټ څخه عبارت دي. د پروټيسټيټ عقیدې زیاتره پیروان په بریتانیا او امریکا کې مېشت دي. یاده مذهبي ډله د یوې یهودي دسیسې په پایله کې په دې عقیده ده چې کله په فلسطین کې د یهودو دولت رامنځته شي، بیا د دوی د عقیدې سره سم مسیح ځمکې ته راځي، ځکه خو برېتانیا د یهودو دولت رامنځته او اوس یې له امریکا سره په ګډه ساتنه او پالنه کوي.
په پورته لیکنه باندې لنډه تبصره:
صهیونیستان د منځني ختیځ او شام په ځمکه د لوی اسرائیل د جوړولو په خاطر هر اړخیزه مبارزه کوي، چې د دې مبارزې یوه برخه د یادې سیمې تاریخي او ثقافتي حیثیت له منځه وړل دي. د صهیونیست رژیم اړوند رسنیو څه وخت مخکې یوه نقشه نشر کړه، چې درې زره کاله مخکې د یهودو دوه دولتونه ورکې ښودل شوي وو، دا چاره په ښکاره ډول د سیمې په اړه د یهودو تاریخي دعوې ته اشاره کوي.
غاصب رژیم او متحدین یې ځکه په فلسطین کې تاریخي اثار له منځه وړي چې فلسطین یا پخوانی کنعان اصلاً د فلسطینيانو تاریخي ټاټوبی دی او دلته د تاریخ په اوږدو کې مختلف مدنیتونه تېر شوي چې د دې مدنیتونو د اثارو شتون په خپله د اسرائیلو له لوري د سیمې په ځانګړي ډول د فلسطین د ملکیت دعوه غلطه ثابتوي. په همدې ترتیب د لبنان، سوریې او د سیمې د نورو هېوادونو تاریخي هویت د صهیونیستانو د نقشو سره سم تر هدف لاندې نیول کېږي.
په همدې اساس صهیونیستي رژیم د پروټيسټنټانو په مرسته هڅه کوي چې د مسلمانانو او ځینې نورو اقلیتونو، چې د یادې سیمې اصلي اوسېدونکي دي، تاریخي هویت له سوال سره مخ کړي او د خپل دې شوم هدف لپاره حتی د ارتودوکس او کاتولیک مذهب اړوند تاریخي اثار هم له منځه وړي، کوم چې د اسلام د مبارک دین څخه مخکې دورو ته ور ګرځي، ځکه هغه وخت په شام(سوریه، لبنان، فلسطین او اردن) باندې د ختیځ روم امپراطوري وه چې عیسويت ورکې رسمي دین ؤ.
اوس د موضوع بلې برخې ته راځو، چې هغه د داعش له لوري هوبهو د صهیونیستي رژيم غوندې د سیمې تاریخي حیثیت له منځه وړل دي، يواځې په دومره تفاوت چې صهیونیستي رژيم د خپلو مخالفینو د له منځه وړولو په پلمه دا کار تر سره کوي او داعش یې د شرک او بدعت د نښو او اثارو ختمولو په نوم تر سره کوي.
داعش چې د خپل ظهور او جعلي خلافت له اعلان وروسته څومره جګړې، وژنې او وحشتونه کړي دي، تر ټولو زیات یې مجاهدین، علماء او عام مسلمانان هدف ګرځولي دي، ځکه خو دې ډلې ته د مسلمانانو تاریخي هویت له منځه وړل او د صهیونیست رژيم سره په دې برخه کې معامله هم څه سخته خبره نه ده.
صهیونیست رژیم همدا اوس د منځني ختیځ په هره قضیه کې په تېزۍ سره غبرګون ښیي، تر دې چې په سوریه کې د تحریرالشام له واک ته رسېدو سره یې ټول پوځي مراکز او تسلیحاتي ډیپوګان بمبارد کړل/کوي، خو په همدې سوریه او عراق کې د داعشي خلافت په رامنځته کېدلو سره یې حتی په مطبوعاتو کې هم غبرګون ونښود.
لنډه دا چې داعش د مسلمانانو د وژلو د روایت لپاره د تکفیر له نظریې څخه کار اخیستی دی، په همدې توګه د مسلمانانو د تاریخي هویت او ثقافت د له منځه وړلو لپاره یې د شرک او بدعت له نوم څه ګټه پورته کړې ده او دا پرته له یهودي دسیسې څخه بل څه نشي کېدای.
مونږ دا نه وایو چې ټول داعشیان د اسرائیلو او امریکا سره په تماس کې دي، لکن د فتنې لامل او سرچینه یهودي دسیسه ده، چې د داعشي پروژې په چوکاټ او د خوارجو د منهج سره سمه د امریکا او سیمې د ځینو استخباراتي کړیو په توسط د جعلي خلافت له ځانګړو او کلیدي کسانو سره د اړیکو له مخې په همغږۍ سره مخته وړل کېږي.
داعشیان په خپلو بریدونو کې هغه کسان کاروي چې له دیني پوهې څخه ناخبره، احساساتي او د انټرنېټ له لارې د خوارجو د غولوونکو تبلیغاتو تر اغېزو لاندې راغلي وي او زیاتره د هغو اسلامي هېوادونو ځوانان دي چې هلته په دین او دیندارۍ باندې بندیز دی او سیکولر حکومتونه ورکې حاکم دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.