Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د مولوي عبدالکبیر څرګندونې او امیدونه
    لیکني

    د مولوي عبدالکبیر څرګندونې او امیدونه

    صابر افغانصابر افغان17 فبروري 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    وحیدالدین حیدر

    د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ختیزو ولایتو ته د سفر په لړ کې د دلوې میاشتې په ٢٤ نیمه نیټه د لغمان د چارواکو او ولسونو سره وکتل، نوموړي یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال ځینې څرګندونې لرلې چې ویناو کې یې د افغانستان د اوږدمهالې ستراتیژۍ او د حکومتدارۍ د استحکام امیدونه پراته ول، مولوي کبیر وویل؛ موږ له نړۍ سره سیاسي مقاطعه نه ده کړې او نه هم افغانستان په سیاسي انزوا کې واقع دی. تېر کال د امریکې ولسمشر جوبایډن نه د افغانستان د برخلیک په تړاو یو خبریال پوښتنه وکړه، بایډن وویل نن یو خوشحاله ورځ ده دا راباندې مه په غم کوﺉ، د افغانستان پوښتنې داسې دي لکه سړی چې زخم کې ګوتې وهي، افغانستان خدای هېره کړې جغرافیه ده.دا خو حتمي ده، سړی چې وهل وخوري هغه ځای به ورته غموونکی ځای وي د هغه ځای نوم اخیستو باندې یې ان حلق تریخیږي.خو د بایډن دا خبرې ځینو فراري فاسدینو ډنډوره کړې او تبلیغاتي سوژه یې ځنې جوړه کړه، همدا ډول ځینو مزدورو رسنیو ته د خبرونو د سُرخۍ موضوع په لاس ورغله. د افغانستان سیاسي مخالفینو او فراریانو څڼې اچولې چې امریکا له افغانستانه مخ واړوه ممکن افغانستان کې فعلي حاکمیت چپه شي. خو د مولوي کبیر څرګندونو د دوی په دې خام امید هم خاورې واړولې.ده زیاته کړه چې چین کې د افغانستان استازي باور لیک ومنل شو، کابو ډېرو هیوادونو کې د افغانستان د سیاسي نماینده ګیو مدیریت موږ ته سپارل شوی، موږ هم نړۍ سره په همکاریو اخته یوو، هم د ولس لپاره د اقتصادي رفاه لپاره شپه ورځ کار کوو، هم د تېرې ادارې پورونه خلاصو، هم نیمه کاره پروژې بشپړوو او هم په لویو پروژو باندې کار روان دی، د وطن بچي په تعلیمي، تحصیلي او ورزشي ډګرونو کې ځلیږي او موږ ورته په فُرصتونو برابرولو کې شپه او ورځ په ځان یوه کړې.د ریاست الوزرا د مرستیال دا خبره فراري چارواکو ته مرګ دی چې ویل یې موږ د دوی پورونه لنډوو.د 50 هیوادونو د پېسو په ژرنده ناست فراریانو شړیدلې ادارې او پوروړی افغانستان امارت ته په میراث پرېښوده.خو طالبانو د خدای په نصرت او د ولس په دعا افغانستان له سیاسي رکود او اقتصادي تورم نه را وباسه او لاهم د ملت د اسایش لپاره په بنسټیزو ارماني او لویو عایداتي بنسټونو جوړولو اخته دي چې افغانستان د تل لپاره له نیستۍ او ګداګرۍ را وباسي.خو بیا هم هغه فاسدې حلقې یې پښو ته تیږې ور تولوي او د ابادۍ د جهاد د یون مخه ډبوي. په دې ترتیب غواړي چې دا اداره بې کفایته او بې ظرفیته وښيي ترڅو خپلې بې کفایتي، فساد او بې ظرفیتي په کې پټه کړي.خو د دې کاروان مخه نیول ځکه ناممکن دي چې د خلکو زور د خدای زور وي، یعنې خدای تعالی اتحاد او اتفاق کې هغه لوی قوت ایښی چې د باطلو دسیسې نه دا یو ملت ماتولی شي او نه یې هم سیاستونه جرحه کولی شي.افغانستان بشپړ اسلامي هیواد دی چې اوس بشپړ اسلامي نظام په کې خدای تعالی حاکم کړی، په دې منځ کې غربي ټرمینالوژي او شرقي الحادي مفکورې نه ځایږي.دلته یوازې او یوازې اسلامي عقایدو باندې استوار نظامونه ژوندي پاتې کیدلی شي، د نورو عقایدو حاکمیتونه به لکه د شګو د کمرونو په څېر شړیږي، دوړيږي او نړيږي. پای

    مخکینۍ مقالهد نړیوال بانک درې سوه میلونه ډالر ځانګړي کول او د افغانستان اقتصادي وصل
    راتلونکي مقاله الجزیره: چین کې د افغانستان سفیر منل د طالبانو لویه دیپلوماتیکه بریا ده

    مربوطه لیکنې

    د امن او ثبات اختر؛ د قربانیو ثمره او د سوکالۍ هیله

    9 جون 2025

    شر غوښتونکي مخالفین؛ امن او باثباته افغانستان لار ورکي کړي دي

    7 جون 2025

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 جون 2025

    د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست: د اختر په ورځو کې تر ۱۰۰زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېر څخه لیدنه کړې

    د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې…

    مولوي سیف‌ الاسلام خیبر: هغو مېله‌والو چې تېره ورځ یې نورستان ولایت کې بې‌نظمي کړې وه، د امربالمعروف ریاست او امنیه‌ قومندانۍ په ګډو هڅو نیول شوي

    10 جون 2025

    د اتریش په یوه ښوونځي کې وسله‌وال برید شوی چې په ترڅ کې یې لس تنه وژل شوي

    10 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست: د اختر په ورځو کې تر ۱۰۰زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېر څخه لیدنه کړې

    10 جون 2025

    مولوي سیف‌ الاسلام خیبر: هغو مېله‌والو چې تېره ورځ یې نورستان ولایت کې بې‌نظمي کړې وه، د امربالمعروف ریاست او امنیه‌ قومندانۍ په ګډو هڅو نیول شوي

    10 جون 2025

    د اتریش په یوه ښوونځي کې وسله‌وال برید شوی چې په ترڅ کې یې لس تنه وژل شوي

    10 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،953 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،885 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،877 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.