Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې
    لیکني

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    صابر افغانصابر افغان19 جولای 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ۲۰۲۱م کال په اګسټ میاشت کې د جمهوري رژیم له پرځېدو سره سم، لوړ پوړي چارواکي او واکداران له اشغالګرو وړاندې له هېواده ووتل او پښې یې سپکې کړې، د تېښتې له ورځې پیل، بیا تر اوسه چې شاوخوا څلور کاله یې په پوره کېدو دي، پخوانیو چارواکو په بېلابېلو نومونو، په بهرنیو هېوادونو کې شوراګانې، ډلې، تبعیدي ولسمشرۍ، جبهې او جوړښتونه رامنځ ته کړي دي، چې ټول یې په یوه خوله د سرپرست حکومت په وړاندې د مبارزې ادعا لري، خو د واقعي هڅو او حل په ځای د داخلي سیالیو، نمایشاتو، اختلافاتو او دروغجنو ادعاوو او شعارونو قربانيان دي.

    دا چې یادې جوړې شوې ډلې او جوړښتونه د هېواد په منځ کې هیڅ راز ولسي ملاتړ، انسجام او فعالیتونه نه لري، یو په بل پسې د سقوط پر پوله ودرېدلې او لا درېږي. د دوی په منځ کې شدیدو اختلافاتو، شخړو، تورونو، غلاوو، سیالیو او ولس ته دروغجنو فیسبوکي وعدو د دوی د یوه پراخ او ستراتیژیک پلان، ستراتیژۍ او ثابت مسیر ځای ونیو.

    شاوخوا څلور کاله کېږي چې د مخالفو ډلو غړي او مشران په خپلو مرکو، مجازي ناستو او فیسبوکي اعلامیو کې د سرپرست حکومت د له منځه وړلو، په وړاندې یې د مبارزې او سقوط ژمنې ورکوي، بلکې ځینو خو یې فقط د څو میاشتو واکمنۍ وړاندوینې کولې او ځینو یې بیا تر اختر پورې ضرب الاجل ټاکه، خو دا ژمنې نه تنها چې پوره نه شوې، بلکې په ټولنیزو رسنیو کې د سیاسي ټوکو په څېر بدرګه کېږي.

    سرپرست حکومت پر ټول هېواد کنټرول لري، ټولې ځانګړې ورځې او مراسم په امن فضا کې ترسره کېږي، مزاحمې ډلې حضور نه لري، په وړاندې یې د هېواد په داخل کې امنیتي ننګونې تقریباً د صفر کچې ته ټیټې شوې دي، ورځ تر بلې د نظام داخلي جوړښتونه قوي کوي او د سقوط هیڅ نښه یې نه ده لیدل شوې، خو کله چې د مخالفو ډلو انلاین مشران د افغانستان وضعیت ترینګلی تعریفوي او د سقوط د نږدې والي افواه بدرګه کوي، د ټولنیزو رسنیو د فعالانو له خوا رشخند کېږي او ټول شور یې تر فیسبوکي اعلامیو منحصر بلل کېږي.

    د مخالفو ډلو مشران له سترو ادعاوو سره دغه ډګر ته راوتي، خو نه تنها چې په تېرو څلورو کلونو کې یې سرپرست حکومت ته حتی مزاحمت لا هم ایجاد نه کړ، بلکې سرپرست حکومت لا نور توانېدلی چې د نظام د ننه جوړښتونه قوي او لا مستحکم کړي، بلکې د نړۍوال مشروعیت په لور یې ګامونه اخیستي او لا هم د تعاملاتو پر پراخېدو کار کوي.

    مخالفینو د خپلې تورې ماضي د لرلو ترڅنګ، دا مهال بې لیدلوري او بې ګټې مخالفت ته مخه کړې، داسې مخالفت چې د فیسبوکي اعلامیو په حدودو کې ور منحصر دی؛ یو خوا د دوی دومره بې ثمره فیسبوکي مبارزه، بل خوا د ولس هغه نفرت، چې په شلو کلونو کې یې د فاسد جمهوریت د حاکمیت له کبله، د تورو څهرو سره پیدا کړی، هیڅکله به یې د شومو ارمانونو پوره کولو ته پرېنږدي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد حماس غورځنګ د پوځي څانګې القسام لوا وياند ابو عبيدة: روانه جګړه زموږ مشروع حق ديني او ملي مکلفیت دی، موږ له قتال پرته بل هېڅ اختیار نه‌ لرو، زموږ وسلې کمزورې او کمې دي؛ خو زموږ د مجاهدينو ایمان او عزم پياوړی دی
    راتلونکي مقاله د لسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ پیل شوې

    مربوطه لیکنې

    د سنبلې نهمه؛ ملت ته د ویاړ او پخوانیو چارواکو ته د عار ورځ

    31 اگست 2025

    له فساد او خیانت تر تېښتې؛ د پرځېدلي جمهوریت د مشرانو تور تاریخ

    31 اگست 2025

    له هېواده د تېرو چارواکو تېښته او د دغه ‎فرهنګ په ترویج کې د دوی رول

    31 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 6 سپتمبر 2025

    د وسله‌وال پوځ لوی درستیز د کنړ له زلزله‌ځپلو سره وکتل

    ‏د هېواد د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت کنړ ولایت ته د سفر…

    د مقاومت جبهې دوکه‌ شوي جنګیالي بې‌انګیزې شوي دي

    6 سپتمبر 2025

    پنجشېر کې د بېروج قیمتي ډبرو ۱۰ نوي کانونه تثبيت شوي

    6 سپتمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د وسله‌وال پوځ لوی درستیز د کنړ له زلزله‌ځپلو سره وکتل

    6 سپتمبر 2025

    د مقاومت جبهې دوکه‌ شوي جنګیالي بې‌انګیزې شوي دي

    6 سپتمبر 2025

    پنجشېر کې د بېروج قیمتي ډبرو ۱۰ نوي کانونه تثبيت شوي

    6 سپتمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،018 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،960 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،990 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.