شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د صهیونیستي رژیم دولتي تلویزیون راپور ورکړی، د دغه رژیم پولیسو او د کورني امنیت ادارې (شینبټ) د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ترور د هڅې په تور یوه مېرمنه نیولې.راپور زیاتوي، نیول شوې مېرمنې د چاودېدونکو موادو په مرسته د نتانیاهو د ترور پلان درلود، چې د پلان له عملي کېدو وړاندې د اسرائیل (اشغال شوې فلسطین) په مرکزي سیمه کې ونیول شوه.ورته مهال ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې نیول شوې مېرمنه ۷۰ کاله عمر لري او د چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کولو پر مهال د صهیونیستي استخباراتو لهخوا نیول شوې ده.دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې یوه لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي وو، چې هېواد یې د صهیونیستي رژیم دننه نفوذي کسان لري او کولای شي له دننه پر دغه رژیم برید وکړي.
سوریه کې د وسلو پر یوه زېرمتون د اسرائیلو هوایي برید څه باندې ۱۰۰ تنو ته مرګژوبله اړولې25 جولای 2025