الشرق الاوسط خبري اژانس د عبراني رسنیو په حواله خبر ورکړی چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د دفتر یو ویاند په لوړه کچه د محرمو عملیاتو د اسناد د افشا کولو په تور نیول شوی، سرچینې د یاد کس هویت نه دی رسنیز کړی.
د دغې رسنۍ د راپور پر اساس یاد کس له نتانیاهو سره نژدې کار کاوه. او په ځینو مهمو او محرمو ناستو کې یې هم د نتنیاهو ملتیا کړې ده.