Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د نشه‌يي توکو د کښت په اړه د ملګرو ملتونو متناقض او بې بنسټه راپورونه
    لیکني

    د نشه‌يي توکو د کښت په اړه د ملګرو ملتونو متناقض او بې بنسټه راپورونه

    صابر افغانصابر افغان29 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    خبر: د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په افغانستان کې د اپینو د تولید په اړه په خپل راپور کې ویلي، چې په دغه هېواد کې، په روان ۲۰۲۴م کال کې ۴۳۳ ټنه اپین تولید شوي، په دې سره د تېر کال په پرتله، د اپینو په تولید کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

    یاد دفتر په دغه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د دویم پرله پسې کال لپاره، د اپینو د تولید کچه د ۲۰۲۲م کال په پرتله ټیټه پاتې شوې؛ دوی زیاتوي، له کله چې د طالبانو حکومت د کوکنارو پر کرکیلې بندیز ولګاوه، ۹۳ سلنه تولید یې کم شوی دی. په ورته وخت کې بیا کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو دا ادعا بې بنسټه بللې او په وینا یې په افغانستان کې د هر ډول نشه‌يي توکو کرکېله، پېر او پلور په کلکه بند شوې دي.

    تبصره: ملګرو ملتونو څو میاشتې وړاندې په یوه راپور کې وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر نشه يي توکو له بندیز سره سم، په یاد هېواد کې دا پدیده صفر ته نږدې شوې ده. ملګرو ملتونو هغه مهال له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو دا لاسته راوړنه وستایل او د ټولې نړۍ لپاره یې یو مثبت ګام یاد کړ؛ خو تر څو میاشتو وروسته بیا اوس تازه دغه سازمان د مخکې په خلاف، په حیرانوونکې توګه پورتنۍ یادونې کړې دي.

    ملګرو ملتونو په دغه راپور کې دا نه دي ویلي، چې دغه معلومات یې څومره دقیق دي او له کومو سرچینو یې ترلاسه کړې دي!؟ د ملګرو ملتونو د راپورونو دا ستر تناقض د دغه سازمان د کار په اړه لا ډېر شکونه او پوښتنې راولاړوي. په افغانستان کې د اوسني حکومت له لورې چې پر ټول هېواد واکمني لري، نږدې درې کاله وړاندې د نشه يي توکو په وړاندې جدي مبارزه پیل کړې او د یوه فرمان له مخې یې په ټول افغانستان کې د هر ډول نشه‌يي توکو پر کرکیلې، پېر، پلور، قاچاق او استعمال سخت بندیز ولګاوه.

    هماغه وخت د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼ شمېر نړیوالو بنسټونو دغه اقدام وستایه. له هماغه مودې راهیسې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې د هر ډول نشه‌يي توکو پر کښت بندیز لګول شوی دی. که چا له دغه امره سرغړونه کړې، کښتونه یې له منځه وړل شوي او له عاملینو سره یې شرعي چلند شوی دی؛ ښه بېلګه یې همدا روان کال د بدخشان په ځینو سیمو کې د تاریاکو د کښت موضوع وه، چې په پوره جدیت او قاطعیت سره له منځه یووړل شوه.

    د دې ترڅنګ طالبانو له دې پدیدې سره د مبارزې په لړ کې په ډېرو کمو امکاناتو سره، په نشو روږدي سلګونه زره کسان له سړکونو، لارو او عامه ځایونو راټول او د درملنې لپاره یې روغتونونو ته ولېږدول، چې دا هڅه یې هم په کور دننه او نړیواله کچه په پراخ ډول وستایل شوه. تر څنګ یې د نشه‌يي توکو لوی کاروباریان، پېرونکي، پلورونکي او قاچاقچیان هم توقیف او یا هم له هېواده تېښتې ته اړ شول.

    له دې ټولو هڅو او ثبوتونو سره، سره د ملګرو ملتونو تازه راپور هېښوونکی دی. که ملګري ملتونو په دې اړه رښتیا هم ثبوت او شواهد لري، له رسنیو سره دې یې شریک کړي، دوی باید په دې اړه وضاحت ورکړي چې دا نشه‌يي توکي دقیقاً چېرې؟ څه وخت؟ او د چا له خوا کرل شوي وو؟ دوی باید وضاحت ورکړي، چې دا شمېرې یې له کومه ځایه راټولې کړې دي.

    له بده مرغه چې ملګري ملتونه په راپور کې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره هېڅ سند نه لري. د ملګرو ملتونو لخوا د دغه راپور تر څنګ، په ډېره لنډه موده کې د خپل مخکني راپور خلاف دا ډول راپور خپرول غیر مسؤلانه، غیر مسلکي او د جدي پوښتنې وړ دي. دغه سازمان باید د دغه ډول ناسمو، تېر اېستونکو او له حقیقته لېرې ادعاوو پر ځای، له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اوسنۍ جدي او قاطع ارادې ملاتړ وکړي او تر څنګ یې باید بزګرانو ته د بدیل معیشت په برابرولو کې مرسته وکړي.

    دا ډول ناسم، غیرمسؤلانه، غیر مسلکي او له حقیقته لېرې راپورونه پر ملګرو ملتونو د خلکو کمزوری شوی باور لا پسې کمزوری کوي او د دوی بې پریتوب په جدي توګه تر پوښتنې لاندې راولي.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله پوتين: افغان حکومت سره اړيکې لا پراخوو

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې…

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.