د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طایب حماد خبر ورکړی چې، د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ د منسوبینو له خوا په تېرو اتو میاشتو کې ۱۵۴۲ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې نیول شوي کسان د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نشهیي توکو د قاچاق، د محکمې له حکم څخه د سرغړونې، قتل، دوکې ورکولو، درشوت او غصب په تړاو نیول شوي دي.