Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د ننگرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د ۱.۸ مېلیونه امریکايي ډالرو په مالي لگښت د یوې پروژې چارې پیل شوې
    افغانستان

    د ننگرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د ۱.۸ مېلیونه امریکايي ډالرو په مالي لگښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش5 مې 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    د ننگرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د یوې پروژې چارې پیل شوې دي.


    د ننگرهار له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ننگرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د ۱.۸ مېلیونه ډالرو په مالي لگښت د اوبو لگولو د یوې پروژې پرانیسته شوې ده.


    په خبرپاڼه کې ویل شوي، یاده پروژه د جاپان PMS موسسې په مالي لگښت او تخنیکي چارو پلې کېږي. د یادې پروژې د پرانیستو په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ ملا عبدالطیف منصور وویل، د دې پروژې په مټ به د دې ولسوالۍ ډېرې ځمکې خړوبې شي.:«د اوبو او انرژۍ په برخه کې يې په ټول هېواد کې يو شمېر پروژې پيل کړي او گڼ شمېر نورې په پلان کې دي چې ډېر ژر به تطبیق شي.»


    نوموړي ویلي، د کونړ سيند په‌مټ به د گمبيري درې دېرش زره هکتاره ځمکه خړوب کړي. :«ننگرهار چې صنعتي ولايت دی ډېرې برېښنا ته اړتيا لري او هڅه به وکړي چې د برېښنا توليد په برخه کې پکې مهمې پروژې پلې شي.»
    د منصور په خبره، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو سرچینو پیاوړي کولو، د اوبو مديريت، اړونده ادارو سره د کرنيزو ځمکو خړوبولو، انرژۍ توليد په برخه کې گڼ پلانونه لري.
    د جاپان PMS موسسې يو مسوول انجينر ديدار مشتاق وويل، چې د دې پروژې له مخې د ۱.۸ مېلیونه امريکايي ډالرو په مالي لگښت په نازيانو ولسوالۍ کې د نهه کيلومتره په اوږدوالي څلور کانالونه، دولس چينې او يو کارېز په اساسي ډول ترميم کېږي او د باراني اوبو ذخيره کولو په موخه اووه نوي چيکډيمونه جوړېږي، چې په ټوليز ډول ۱۸۰۶ جريبه ځمکه به پرې خړوب شي.: «د دې کانالو خونديتوب او د اوبو ضايعاتو مخنيوي په موخه استنادي دېوالونه، سيفونونه، د بستر استر کاري، پلې لارې، د اوبو تقسيمولو دروازې، پلچکونه او نورې اړينې برخې هم جوړېږي.»


    د يادونې ده چې د دې پروژې چارې به د ۲۰۲۶ز کال سيپتمبر مياشت کې پای ته ورسېږي، چې PMS موسسه به د پینځو کالونو لپاره د دې پروژې حفظ او مراقبت وکړي او بيا به يې د سينديزې حوزې رياست له لوري ساتنه کېږي.


    د یو بل خبر له مخې، د اوبو او انرژۍ وزیر د ننگرهار په کوټ ولسوالۍ کې د ۹۱۹زره امریکايي ډالرو په مالي لگښت د ۵ کیلومتره کانال گټې اخیستنې ته وسپارل شو.


    په دغه کانال کې يو سربند، پينځه کيلومتره کانال، دوه د سېلابي او چينو اوبو ذخیرې گټې اخيستنې ته وسپارل شوې. یاد پینځه کیلومتره کانال د ۸۳زره متره مکعب په ظرفیت د سېلابي اوبو او د ۲۵۰۰ متر مکعب په ظرفیت د چینو اوبو ساتلو ظرفیت لري.


    د یادونې وړده، چې د دغې پروژې په پلې کولو سره ۶۰۰ جریبه ځمکه په تلپاتې توگه او ۲۲۵۰ جریبه ځمکه په موسمي ډول تر اوبو لگولو لاندې راغلې چې ۶۰۰۰ کورنۍ به په مستقیم او غیر مستقیم ډول ورڅخه برخمنې شي.

    مخکینۍ مقالهد بدخشان د پېښې د څېړنې په موخه یو پلاوی ټاکل شوی
    راتلونکي مقاله چاپېریال ساتنې اداره: تېره اوونۍ یې له ۲۶ تولیدي کارخونو څارنه کړې

    مربوطه لیکنې

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.