.ورځ او نېټه: چهار شنبه، ٢/صفر المظفر/١٤٤٦ ه ق.
– [ ] افغانستان:
١: د هرات مرستیال والي:په لومړي ځل د هرات د خواجه عبدالله انصار له هوايي ډګر څخه مستقيم سعودي ته الوتنه وشوه.
٢: د عامي روغتیا وزارت:د کونړ د ولایتي روغتون په گډون درېیو روغتونونو کې د نرۍ رنځ د تشخیص ماشینونه فعال شوي دي.
٣: کورنیو چارو وزارت:د هلمند پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۱۸۵ تنه منسوبین فارغ شوي دي.
٤: عامي روغتیا وزارت:د هېواد په لرې پرتو سیمو کې یې روغتیايي چوپړتیاوې لومړیتوب دی.
٥: ملي دفاع وزارت:د ملي دفاع وزارت د توپچي ریاست له لوري ۶۰ تنه منسوبین فارغ شوي دي.
٦: د ننګرهار د کانال شرکت:ننگرهار کې وروستیو ورښتونو د زیتونو ۱۳۶ټنه حاصل له منځه وړی.
٧: د کورنیو چارو وزارت د نشيی توکو په وړاندې د مبارزې معینیت:پر نشهيي توکو د روږدو راټولونه؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۷۸ تنه روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندل شوي.
٨: کانونو وزارت:د پنجشېر د زمردو په اوومه داوطلبۍ کې ۳۹۷۷ قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
٩: د افغانستان بانک:له بانکونو څخه د پیسو ایستلو کچه ډېره شوې ده.
– [ ] سیمه:
١: د ایران ایرنا رسنۍ:په ایران پر افغان کډوالو د بندیزونو دوام؛ په اذربایجان ولایت یې پر هر ډول فعالیت بندیز لگېدلی.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.