ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۶/۱۱/۲۰ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سره په کتنه کې؛ ایران دې د افغان کډوالو په ستنولو کې د تدریج اصل په پام کې ونیسي.
۲_کندهار کې ژورې څاه ته لوېدلې دوه کلنه ماشومه وژغورل شوه.
۳_د پنجشېر ۳۰ سلنه اوسېدونکي د دغه ولایت د زمردو په کانونو کې په کار بوخت دي.
۴_د پاکستان له زندانونو نږدې۲۵۰ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته ستانه شوي.
۵_امنیتي ځواکونو خوست کې یو ځوان له کورني بند څخه وژغوره.
۶_بهرنیو چارو وزارت مشهد کې د افغانستان جنرل قونسل په مړینې ژوره خواشیني ښودلې.
۷_د ۲۰۷ الفاروق قول اردو دریمې لواء کې ۲۱۳ عرادې وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
۸_د آسیا پراختیایي بانک افغانستان کې د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو کې خپله همکاري بیا پیلوي.
- [ ] سیمه:
۱_مولوي اميرخان متقي او مسعود پزشکيان د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا خبرې کړي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.