ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۷/۲/۴ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_تورخم بندر کې له پاکستان راقاچاق کېدونکې شپږ زره نشه يي ګولۍ نيول شوي.
۲_د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت: محتسبینو غزنې کې دوه مېرمنې له اجباري نکاح وژغورلې.
۳_مسکو کې د افغانستان سفیر یورایشیا فضایي کانګرس کې ګډون کړی.
۴_د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لاسته راوړنې؛ تېر کال څه باندې ۲.۴ ميليونه برښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي.
۵_د سږ کال په اتمه بولۍ کې د پنجشېر څه باندې ۳ زره قيراطه زمرد وپلورل شول.
- [ ] سیمه:
۱_د ايران امنيت وزارت وایي د امريکا په لاس جوړه شوې د حاکم نظام نسکورولو پراخه توطيه یې شنډه کړې. - [ ] نړۍ:
۱_امریکا کې په دوه جلا وسلهوالو بریدونو کې اووه کسان وژل شوي.
۲_چين کې سېلابونو په درانه مالي زيان سربېره لسګونه کسان مړه کړي.
۳_د يهودو او عيسويانو خپلمنځي کړکېچ؛ ايټاليا په سخت دريځه يهوديانو بنديزونه لګوي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.