ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۷/۲/۲۹ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_هرات کې د کمیابه مرغانو د غیر قانوني ښکار په تړاو اته تنه نیول شوي
۲_پاکستان کې د پرځول شوي جمهوريت سفیر نجيب الله عليخېل: تاريخ ښودلې چې د نورو اجنډاوو پر اساس په پردي ملکونو کې راټولېدل مو هېڅکله ثبات ته نه شي رسولی.
۳_خبريال او څېړونکی ميرويس افغان: پر هېواد او خاوره مئينو افغانانو، که طالبان دي يا د طالبانو مخالفين په يوه خوله د اسلام اباد غونډه وغندله.
۴_پخوانی پاکستانی پوځي افسر او څېړنيز خبريال عادل راجا: پاکستان په داسې حال کې افغانستان کې د داعش خراسان د شتون ادعا کوي، چې د دې شبکي اصلي ماشین په تاجکستاني او پاکستاني اتباعو چلیږي.
۶_د ټرانسپورټي ستونزو د حل په موخه ځينو هېوادونو ته ټرانسپورټي اتشې استول کېږي.
۷_کورنیو چارو وزارت: د هلمند امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه تنه له ۱۴ میله توپنچو سره نیولي.
۸_بېلاروس ته د افغان ډیپلوماټیک پلاوي سفر؛ هېواد ته د افغان بندیانو پر لېږد خبري شوي.
- [ ] منځنی ختیځ:
۱_د یمن حوثیانو اشغال شوي فلسطین کې اسرائیلي اهداف په نښه کړي.
۲_غزه کې د اسرائیلو لخوا د پوځي عملياتو موخه د اوسېدونکو اېستل او د نسل وژنې بڼه ده.
۳_د سوریې مرکزي بانک نوي بانکنوټونه چاپوي.
- [ ] نړۍ:
۱_د امریکا دفاعي استخباراتو ادارې مشر له خپلې دندې ګوښه شوی.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.