ورځ او نېټه: سهشنبه ۱۴۴۷//۳/۴ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د دفاع وزارت د بېلابېلو جزوتامونو ۱۳۸ ځوان منسوبین له مسلکي زدهکړو فارغ او دندې ته چمتو شول.
۲_د امارتي شرکتونو لوی رئیس تاتارستان ته په رسمي سفر تللی.
۳_د عامې روغتیا وزیر: روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی د ټولو حق دی او باید له سیاست څخه لیرې وساتل شي.
۴_د هېواد د لويو او اساسي موخو د ترلاسه کولو لپاره پرمختيايي تګلاره تصويب شوه.
۵_تېره میاشت د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۰۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي.
۶_مولوي سردار احمد شکيب او صادق خان د افغانانو لپاره د پاکستان د ويزو پر ستونزو خبرې کړي.
- [ ] منځنی ختیځ:
۱_د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د غزې بشپړ اشغال سخت وغندل شو. - [ ] نړۍ:
۱_د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: په مناسب وخت کې به له کېم جونګ اون سره وګورم.
۲_روسيه کې د هند سفير ويلي د امريکا د تعرفو سربېره له روسیې د تېلو پېرلو ته دوام ورکوي.
۳_امریکا په رسمي ډول پر سوریې لګېدلي بندیزونه لغوه کړل.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.