ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۴/۱۴ ھ.ق.
- [ ] افغانستان:
۱_اقتصادي معاونيت: د امو دریا نفتي حوزې د ۲۵ نورو څاه ګانو په فعالېدو به افغانستان د ورځې درې زره ټنه نفت تولید کړي.
۲_کابل بادام باغ کې د کرنې او مالدارۍ محصولاتو له نندارتونه د ګډونوالو خوښي.
۳_اقتصادي معاونیت: د هېواد له بېلابېلو برخو څه باندې ۶۲ زره سوالګر راټول شوي.
۴_روان کال د څه باندې يونيم ميليون ډالرو په ارزښت د پنجشېر زمرد پلورل شوي.
- [ ] سیمه:
۱_پښتنوخوا کې ځايي خلکو د پاکستان د طالبانو غورځنګ دوه غړي ويشتلي دي. - [ ] مینځنی ختیځ:
۱_له خپل ورور څخه سخت زړی؛ محمد السنوار څوک دی او آیا شونې ده چې د یحیی السنوار ځایناستی شي.
۲_اسرائيلو تېره شپه غزه کې ۷۳ عام فلسطينيان شهیدان کړي.
۳_د اسرائیلو په پلازمېنه تلابیب کې موټر بم برید شوی.
۴_حزب الله تېره ورځ نتنياهو او د هغه مېرمن په نښه کړي وو.
۵_بايډن: پر ايران د اسرائيلو د بريد له وخت او څرنګوالي خبر يم.
۶_د وينزويلا ولسمشر: نتنياهو د اروپايي ټولنې او امريکا په لاس جوړ شوی شيطان دی.
- [ ] نړۍ:
۱_د چين ولسمشر خپل پوځ ته: د هر ډول حالاتو او جنګ لپاره اماده اوسئ.
۲_په انګلستان کې په بې ساري ډول د سرطان ناروغۍ پېښې ډېرې شوي.
۳_پر امريکا د ۳۵ زره سايبري حملو کوونکی احمد صلاح يوسف عامر نيول شوی.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.