ورځ او نېټه: پنج شنبه، ١٤٤٦/٤/٢٨.ه.ق.
- [ ] افغانستان:
١_تښتول شوی هراتی ماشوم د افغان امنیتي ځواکونو لخوا ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
٢_د کانونو وزارت پلاوی د کان کيندنې همکارۍ د ترويج کنفرانس کې د ګډون په موخه چين ته تللی.
٣_د رسنیو د فریکونسۍ د جواز لګښت پنځوس سلنه کم شوی.
٤_جوزجان کې د نوري فايبر انټرنټي پروژې چارې پيل شوې.
- [ ] سیمه:
١_ازاربایجان کې یو افغان وګړی د ترورستي حملو د پلان جوړولو په تور په لس کاله بند محکوم شوی.
٢_له چين څخه په سوداګريزو توکو بار اورګاډی د حيرتان پر لور راوخوځېدلی.
- [ ] مینځنی ختیځ:
١_د حزب الله ډلې نوی مشر: موږ ډېرې قربانۍ ورکړي خو باوري یو چې بریا به زمونږ وي.
٢_نعیم القاسم: موږ د چا نیابتي ډله نه یو، بلکې د خپل استقلال او د غزې د ازادۍ لپاره جګړه کوو.
٣_د حزبالله ډرون الوتکو تلابیب کې زورورې چاودنې رامنځته کړي.
٤_سي اېن اېن: ايران ښايي د امريکا له ټاکنو وړاندې پر اسرائیلو بريد وکړي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.