ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۵/۴ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د پنجشېر له کانونو تازه استخراج شوي ۵ زره او ۱۴ قيراطه زمرود وپلورل شول.
۲_روان کال چين سره د ۵۴۸ ميليونه ډالرو په ارزښت سوداګريزه راکړه ورکړه شوې.
۳_له ګاونډيو هېوادونو نږدې ۲۰۰ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوي.
۵_پولیسو د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ۳۸ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي.
۶_د قوشتېپې کانال د دويم فاز چارې ۸۱ سلنه پر مخ تللي.
۷_د بهرنیو چارو وزارت: هیله لرو چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه ګامونه پورته کړي.
۸_افغان دفاع وزیر له هندي پلاوي سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي.
- [ ] سیمه:
۱_دېره اسماعیل خان کې د وسلوالو په برید کې پنځو پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې.
۲_ايراني چارواکی: منځني ختيځ ته تللې بي۵۲ امريکايي الوتکې به همغه وي چې له افغانستان څخه وتښتېدلې.
۳_ایراني او پاکستاني ځواکونو د بلوچستان په سبزکوه سیمه کې مشترک هوایي بریدونه کړي.
۴_پر پاکستاني پوځ د «بيالای» خونړی برید؛ ۱۴ پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې.
۵_پښتونخوا کې پر پوځي کاروان برید؛ د یو افسر په ګډون نهو تنو پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_اسرائیلي پوځ کې د رواني کړکېچ څپه؛ تېرو درې ورځو کې یې دوه تنو پوځیانو ځانوژنه کړې.
۲_د اسرائیلو دفاع وزیر غزه کې له پرلهپسې ناکامیو وروسته له خپلې دندې ګوښه شو.
- [ ] نړۍ:
۱_اوکراین په رسمي ډول د دغه هېواد او شمالي کوریا د سرتېرو تر منځ مخامخ جګړه تائید کړه.
۲_ايلن ماسک: که هارېس ټاکنې وګټي ټويټر بندوم.
۳_د پاريس په ۲۰۲۴ کال نندارتون کې د څه باندې يو ميليون ډالرو په ارزښت د افغاني زعفرانو پېرلو تړون لاسليک شوی.
۳_د امريکا ټاکنې؛ ډونالډ ټرمپ تر اوسه د ۲۳۰ الکټرال رايو په ګټلو سره مخکښ دی.
۴_فاکس نیوز: ډونالډ ټرمپ د ۲۷۷ الکټرال کالج رایو په ګټلو سره د امریکا د ۲۰۲۴ کال ټاکنو ګټونکی شو.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.