ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۵/۱۴ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_ټولګټو وزارت: روان کال د ريل پټلۍ له لارې ۲.۳ ميليونه مټريک ټنه انتقالات شوي.
۲_باميانو کې اته کلنه خونړۍ دښمني په دوستۍ بدله شوه.
۳_خوست کې له پاکستان څخه راغلې ۳۶ ټنه په چينجيو ککړې او خرابې وريژې بېرته پاکستان ته مستردې شوي.
۴_د قطر او ترکیې ګډه اعلامیه: له افغانستان سره تعامل ته جدي اړتیا ده.
۵_کابل کې يو تن د څه کم ۸ زره نشه يي ټابليټو په تور نيول شوی.
۶_ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۷پروژو قراردادونه منظور کړل.
۷_خوست کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴ لویې او وړې پروژې منظورې شوې.
۸_پولیسو جلالاباد ښار کې شپږ تنه د قماربازۍ پر مهال له یو اندازه پیسو سره یوځای نیولي.
- [ ] سیمه:
۱_د ایران د فاع وزیر امیر نصیرزاده د سوریې پلازمېنې دمشق ته رسېدلی. - [ ] مینځنی ختیځ:
۱_غزه کې د «کتائب القسام» ځواکونو په بریدونو کې درې اسرائیلي پوځيان وژل شوي. - [ ] نړۍ:
۱_د هند د اتراپردېش ایالت په یوه روغتون کې اور لګېدنې نهه ماشومان وژلي.
۲_اوکراین کې د روسي پوځیانو پرمختګ؛ دونتسک یې نورې سیمې لاندې کړي.
۳_د روسیې او ايلن ماسک اړيکې؛ جګپوړو امريکايي سناتورانو یې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې.
۴_د هنګري لومړی وزیر: پر اروپا د روسیې د بندیزونو له امله د اروپا اقتصادي سېستم د پرځېدو له ګواښ سره مخ دی.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.