ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۵/۳۰ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_کابل کې د ۳۴۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د بګراميو- لته بند سړک د لومړۍ برخې جوړولو کار پيل شو.
۲_افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي کار روان دی.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_ویډیو: د حماس اسلامي غورځنګ نظامي څانګې کتائب القسام د (د سنوار د وینو انتقام) په عنوان، د صهيونيستي اسرائیلي پوځیانو په ضد د هغو عملیاتو او کمین ویډیو خپره کړې چې د رفح ښار په لویدیځ الجنینة کلي کې یې ترسره کړي. - [ ] نړۍ:
۱_تيرو ۴۸ ساعتونو کې تحرير الشام د سوريې مهمې سيمې نيولې دي.
۲_حوثي وسلهوالو عرب سمندرګي کې د امریکا باروړونکې او جنګي بېړۍ په نښه کړي.
۳_د افريقا په ګينه کې د فوټبال لوبې په سر شخړه کې شاوخوا سل کسان وژل شوي.
۴_ترکیې ته د عراقچي سفر؛ ټاکل شوې سوریه کې پر وروستي وضعیت له ترک چارواکو سره خبرې وکړي.
۵_القاعدې غورځنګ سوريه کې د تحرير الشام وروستي عمليات تائيد کړي او د بریا مبارکي یې ورکړې.
۶_ویډیو: د سوریې په حلب ښار کې د بشار الاسد د پلار حافظ الاسد یوه بله مجسمه هم ونړول شوه، په ټولنيزو رسنيو کې په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې یو تن د حافظ الاسد ولاړه مجسمه له پورته ځایه ښکته غورځوي.
۷_د سوريې هوايي ځواکونو د ياد هېواد په ادلب کې د جبهة النصر په مېشت ځايونو بمبارد کړی.
۸_د سوریې په ادلب ښار د سوريې او روسیې د هوايي ځواک د بمبارۍ دوام؛ تازه د روسیې هوايي ځواک په ياد ښار پراخ هوايي بريدونه ترسره کړي.
۹_د عراق حشد الشعبي او فاطمیون لواء، د ایران د ملاتړ لرونکي ملېشو سره په ګډه د بشار الاسد د رژیم د مرستې لپاره تېره شپه له عراق څخه سوریې ته تللي.
۱۰_آیتالله سیغاني: د فاطمیون جګړه په سوریه کې جهاد نه دی او د افغانستان په زیان ده.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.