ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۶/۷ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_بهرنیو چارو وزارت: هیله لرو سوریه کې د انقلاب پاتې پړاوونه په ښه ډول مدیریت شي.
۲_د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون ناسته؛ د سوریې او منځني ختیځ پر وروستیو تحولاتو خبرې شوي.
۳_د قرغيزستان ولسمشر اروپا او امريکا ته: اسلامي امارت په رسميت وپېژنئ.
- [ ] نړۍ:
۱_د دمشق په صيدنايا خطرناک زندان کې د ۱۴۰ زره شاوخوا بنديانو د خلاصون هڅې روانې دي.
۲_بايډن: د بشارالاسد او د هغه د پلار پنځوس کلنه واکمني ظالمانه وه او بايد د خپلو کړو حساب ورکړي.
۳_اسرائیلو د سوریې د پخواني پوځ مرکزونه په نښه کړي او لسګونه جنګې الوتکې یې ویجاړې کړي دي.
۴_د سوریې ازادي غوښتونکي ځواکونه لا هم د داسې شواهدو په لټه کې دي چې د «صیدنایا» زندان په تل خونو کې بندیانو ته یې ورسوي.
۵_په ټولنيزو رسنيو کې په يوې نشر شوي ويډيو کې ښکاري د صیدنایا په زندان کې د بشار الاسد د رژیم له خوا بندیانو ته ورکول کېدونکي خواړه او د هغو د اوسېدو خونې ښودل کېږي.
۶_د صهیونیستي اسرائیلو جنګي الوتکو د سوریې په جنوب د «درعا» ولایت په «عزرا» ښار کې د ۱۷۵مې پوځي لواء د وسلو ډیپوګانې په نښه کړي.
۷_د ډېره اسماعيل خان ولايت لواړه ولسوالۍ د پاکستان د طالبانو غورځنګ لاس ته ولوېده
۸_د «صیدنایا» زندان وروستی حال؛ لسګونه کسان د خپلو ورکو خپلوانو د لټون په پار یاد زندان ته راغلي دي.
۹_روسیه د ترکیې او سوریې د پولې په جنوب کې د «سرین» له هوايي هډې څخه د خپلو ځواکونو او پوځي تحهیزاتو ویستل پیل کړي دي.
۱۰_د تحريرالشام په لاس د سوریې فتحه او د بشارالاسد د رژيم ړنګېدل د پکتيا ولسونو هم په پراخ ګډون سره ولمانځل.
۱۱_د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د سوریې د سفارت پر ودانۍ د یاد هېواد نوی بیرغ پورته شو.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.