ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۶/۹ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د روسیې پارلمان د ممنوعه ډلو له لیست څخه د اسلامي امارت لرې کولو ته مثبته رايه ورکړې.
۲_قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره کتلي.
۳_د ننګرهار امنیه قومندانۍ منسوبینو په تېرو اتو میاشتو کې ۱۵۴۲ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي.
۴_ننګرهار کې په نقلیه وسایطو د لیکل شویو مبتذلو کلیمو د پاکونې کمپاین ترسره شوی.
۵_د کډوالو چارو وزیر د شهادت په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام.
۶_کابل کې د ترکيې سفارت د خليل الرحمن حقاني شهادت غندلی.
- [ ] سیمه:
۱_پښتونخوا کې له کوهاټ ولايت څخه يو مهم ګروپ د پاکستان د طالبانو غورځنګ سره يوځای شوی. - [ ] نړۍ:
۱_له پرله پسې جګړو وروسته د سوریې دیر الزور ښار د تحریر الشام ځواکونو لهخوا ونیول شو.
۲_د سوريې مخکښ کيميا پوه او ساينسپوه دوکتور حمدی اسماعيل ندی په خپل کور کې مړ موندل شوی.
۳_سوريه کې د واک د لېږد او خدماتو وړاندې کولو په موخه مؤقت حکومت جوړ شو.
۴_فلسطين کې د صهيونيستي اسرائيلو پر وړاندې جنګېدونکي حماس اسلامي غورځنګ د خپلې پوځي څانګې القسام ځواکونو يوه ويډيو خپره کړې چې پکې د غزې په رفح ښار کې د راکټ په وسيله د صهيونيستي رژيم يو ټانګ په نښه او له منځه وړي.
۵_د بشار الاسد حکومت وپرځېد، بشار الاسد وتښتېد او ټوله سوريه ازادي غوښتونکو ونيوله.
۶_پر سوریې د پخواني حاکم دکتاتور رژیم په تر ټولو وحشي زندان صیدنایا کې د یوې بندي شوې سوریایۍ مېرمنې رواني حالت او پر مخ یې د شکنجې نښې له ورایه معلومېږي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.