ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۶/۱۵ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د مشرتابه په مشرۍ د اقتصادي کميسيون غونډه کې يو لړ مهمې پرېکړې شوي.
۲_له ازبکستان څخه هېواد ته د ۲۰۲۵ کال د برېښنا وارداتي تړون لاسليک شو.
- [ ] سیمه:
۱_ډېره اسماعيل خان کې د پاکستاني پولیسو پر موټر چاودنه کې درې پولیس وژل شوي.
۲_د بلوڅ بېلتون غوښتونکي غورځنګ وسلهوالو له خوا پاکستاني پوځیان او معدن وړونکې لارۍ په نښه شوي.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_پر غزې ښار د اسرائیلو په تازه هوایي بریدونو کې لسګونه عامو فلسطیني وګړو ته مرګژوبله اوښتې.
۲_پر غزې ښار د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې سلګونه روغتیایي کارکوونکي شهیدان شوي دي.
- [ ] نړۍ:
۱_روسيه وايي راتلونکی کال د ټولې نړۍ اتباعو ته د سرطان ضد واکسين وړيا وېش پيلوو.
۲_د روسیې استخباراتي ځواکونو د جنرال «کریلوف» د وژنې عامل شخص نیولی دی.
۳_امريکا کې د يوې کورنۍ پنځه غړي په مرموز ډول وژل شوي.
۴_په ازبکستان کې د سون توکو په یوه سټیشن کې لوی انفجار شوی، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.