ورځ او نېټه: یکشنبه ۱۴۴۶/۶/۲۰ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د روان کال په ۸ مياشتو کې د ۳۳ ميليونه ډالرو په ارزښت انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي.
۲_مولوي عبدالکبير: اسلامي امارت د ښوونځيو او پوهنتونونو پراختيا ته ژمن دی.
- [ ] سیمه:
۱_د پاکستاني پولیسو پر پوستې د وسلهوالو ډلهییز برید؛ ځایي خلکو مداخله کړې او پولیس یې ژغورلي.
۲_د پاکستاني پوځیانو پر کاروان د بلوڅ وسلهوالو خونړي برید؛ درنه مرګژوبله یې ور اړولې.
- [ ] نړۍ:
۱_له روسیې څخه د بشار الاسد پر وتلو بندیز ولګېد او په دغه هېواد کې یې شتمني ګنګل شوه.
۲_د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: د ایران او اسرائیلو ترمنځ د جګړې احتمال ډېر لوړ ګڼم.
۳_ټرمپ: د اوکراین او روسيې ولسمشران دې جوړ جاړی وکړي.
۴_امریکایي ځواکونو د یمن په پلازمېنه صنعا ښار کې پر یو شمېر اهدافو هوایي بریدونه کړي.
۵_د امريکا پوځ په تېروتنه کې خپله ايف ۱۸ جنګي جيټ الوتکه ويشتلې ده.
۶_يونان کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې اته افغان کډوال مړه شوي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.