ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۶/۲۱ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د اور وژنې رياست خبرتيا: د اورلګېدنې د پېښو پر وړاندې لازم تدابير ونيسئ او د اړتيا په صورت کې له ۱۰۱ شمېرې سره په تماس کې شئ.
۲_د اسلامي امارت مشرتابه په يوه فرمان کې انساني قاچاق غير شرعي او منعه اعلان کړ.
۳_سعودي عربستان کابل کې خپل سفارت پرانيست.
۴_افغاني سره میاشت د سوري زړه ناروغ لسګونو نورو ماشومانو درملنه کوي.
۵_کابل پوهنتون کې د اېګزېټ ازموینې د ګډونوالو د بایومټریک معلوماتو د ثبت پروسه پیل شوه.
۶_بهرنيو چارو وزارت کابل کې د سعودي عربستان سفارت د بيا پرانیستلو هرکلی کړی.
۷_تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۵۲ زره مټریک ټنه انتقالات شوي.
- [ ] سیمه:
۱_خليلزاد: د پاکستان امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خرابیږي.
۲_د پاکستان لومړي وزیر له تحریک انصاف سره د خبرو لپاره کمېټه جوړه کړې.
۳_د چین د بهرنیو چارو وزارت: تایوان د چین سره کرښه ده؛ امریکا دې ورسره مرستې بندې کړي.
۴_د پاکستاني حکومت انحصاري سیاستونه؛ دوام به یې د پاکستاني سوداګرو لپاره نه جبرانېدونکی زیان وي.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_غزه کې د کتائب القسام ځواکونو په برید کې نهو تنو اسرائیلي پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې.
۲_د اسرئيلو د استخباراتو مشر: د يمن پرځای پر ايران بريد وکړئ.
۳_«کتائب القسام» ځواکونو د لومړي ځل لپاره د تعارضي عملیاتو په ترڅ کې فلسطیني بندیان ازاد کړي.
- [ ] نړۍ:
۱_د شمالي کوريا باليسټيک توغندي په روسيه کې ليدل شوي.
۲_احمد الشرع: د سوریې ټولې مسلحې ډلې د سوریې په نوي پوځ کې مدغم کوو.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.