ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۶/۲۲ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_مولوي عبدالکبير: اسلامي امارت د پخوا په پرتله څو چنده پياوړی شوی.
۲_افغان حکومت د سلطان محمود غزنوي په اړه د خواجه اصف له سپکاوي ډکو خبرو ته توند غبرګون وښوده.
۳_د ۱۶۳ ميليونه ډالرو په ارزښت د لوګر د سیمنټو پروژې قرارداد ترسره کېږي.
۴_د رئیس الوزراء اداري مرستیال په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره کتلي.
۵_پاکستان کې افغان سفير د اسلامي نړۍ د يووالي او همکارۍ سازمان له مشر سره په دوه اړخيزو اړيکو خبرې کړي.
۶_د فراه د کجصمد بند د جوړېدو لومړنۍ څېړنې پيل شوې.
۷_د ۱۴۵ میلیون ډالرو په پانګونې سره د لوګر سیمنټو تولیدي کارخونې تړون لاسلیک شو.
۸_امنیتي ځواکونو کندوز کې د نقلیه وسایطو د غلو لس کسیزه ډله نیولې.
۹_د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کميټې په يو شمېر موضوعاتو بحث کړی او د تاييد وړ یې بللي.
۱۰_د پاکستان طالبانو غورځنګ خواجه اصف ته: د شرم ځای دی چې دفاع وزير د خپل دفاعي سيستم په اړه معلومات نلري.
۱۱_د ۲۰۵ البدر قول اردو له تعلیمي مرکز څخه ۸۵۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_اسرائیل په رسمي ډول د شهید اسماعیل هنیه د ترور پړه ومنله.
۲_د اقتصادي معاونيت درې مياشتنی راپور؛ په اقتصادي برخه کې بېلابېل پرمختګونه شوي دي.
- [ ] نړۍ:
۱_ترکیه کې د وسلو په يوه کارخونه کې د چاودنې له امله ۱۲ تنه وژل شوي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.