ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۲/۱۷ ھ ق
.- [ ] افغانستان:
۱_له قاچاق تر قانوني پلور؛ پنجشير کې د ۳۷ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول.
۲_پتمن: د کابل د پاسپورټونو د ورکړې په ۳ نویو څانګو کې بانکي استازولۍ جوړېږي.
۳_افغانستان ته د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په سفر بندیز لګيدلی.
۴_افغانستان او ازبکستان د ګډو تحصيلي همکاريو تړون لاسليک کړی.
۵_د افغانستان او چين د سوداګرۍ بل پړاو؛ د کابل_کاشغر سوداګريزه لار پرانستل شوه.
۶_د ځان بسياينې هڅې: په لومړي ځل افغانستان کې تولید شوي طبي محصولات اوزبیکستان ته صادر شول.
۷_سره مياشت: په تېره میاشت کې د زړه د سوري له سلو زیاتو ماشومانو درملنه شوې.
۸_شهيدانو او معلولينو چارو وزارت: تېر کال ۶۱۲۰۸۸ کونډو، یتیمانو او معلولینو سره ۱۵ میلیارد افغانۍ مرسته شوې.
۹_لوی درستيز: د اسلامي امارت اردو د هر یرغلګر پر وړاندې له هېواده د دفاع وړتیا لري.
۱۰_بغلان او باميانو کې ترافيکي پېښو له لسو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
۱۱_خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
۱۲_ملي دفاع وزارت: د حمایې او امنیت لوا له ښوونیز مرکز څخه ۱۴۵ تنه ځوان منسوبین فارغ شوي.
۱۳_تازه خبر: متحده عربي اماراتو کې رسماً د افغانستان سفير ومنل شو.
– [ ] سیمه:
۱_د پاکستاني زیارت کوونکو موټر د چپه کېدو پېښه کې ۵۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
– [ ] نړۍ:
۱_سعد الجبري: محمد بن سلمان غوښتل خپل تره او د هغه وخت پاچا امير عبد الله ووژني.
۲_هند کې پراخ لاريونونه په کړکېچ اوښتي دي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.