ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۸/۱۸ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_برېښنا شرکت په تېرو پنځو مياشتو کې د څه باندې يو نيم ميليارد ډالرو په ارزښت پروژې پلي کړي.
۲_پکتيکا کې د پاکستاني جېټ الوتکو د بمبارد خبر شايعه او له حقيقت لیرې ده.
۳_د غور په پسابند ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له امله دوه تنه مړه شوي.
۴_د افغانستان بانک ۲۰ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
۵_د افغانستان بانک رئیس، په مالي چارو کې د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شو.
- [ ] سیمه:
۱_وسلهوالو د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو پاکستانی پولیس په ډزو وژلی.
۲_پاکستاني طالبانو کرمه کې د پاکستان د سرحدي ځواک يوه پوسته په بشپړ ډول له منځه وړې.
- [ ] نړۍ:
۱_د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: اسرائيل له ټرمپ هاخوا بل ښه ملګری نه شي پيدا کولای.
۲_سومالیا کې د پوځ او الشباب ځواکونو ترمنځ په تازه جګړه کې څه باندې ۳۰ سومالیایي پوځیان وژل شوي.
۳_ټرمپ: ډېر ژر به د روسیې له ولسمشر سره وګورم.
۴_برېتانيا وايي چمتو يو چې له جګړې وروسته د سولې د ساتلو لپاره خپل سرتیري اوکراين ته ولېږو.
۵_د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: ایران د نړۍ په کچه د بې ثباتۍ تر ټولو لویه سرچینه ده.
۶_د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ د څه باندې ۲۰۰۰ افغان کومانډویانو د پناه غوښتنې، غوښتنلیکونه رد کړي.
۷_د امریکا په میامي کې یوه اسرائیل پلوي، دوه اسرائیلیان په ډزو ټپیان کړي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.