
الجزیرې راپور ورکړی، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نيويارک ښار د نوي ښاروال زهران ممداني بریا ته په غبرګون کې ويلي چې جګړه پیلېږي.
ټرمپ، چې د ده تر ملاتړ لاندې نوماند د زهران ممداني پر وړاندې ماته خوړلې، په خپله ټولنیزه شبکه تروث سوشیال کې لیکلي «او همداسې ده چې جګړه پیلېږي».
د ټرمپ اشاره هغه ګواښ ته ده چې نوموړي له انتخاباتو مخکې کړی و: که ممداني وټاکل شي، ښايي د نیویارک فدرالي بودجه او مرستې کمې کړي.

