Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»«د نړۍ خوشحالۍ راپور» حقیقت، که د اسلامي نظام پر ضد یوه نوې هڅه؟
    لیکني

    «د نړۍ خوشحالۍ راپور» حقیقت، که د اسلامي نظام پر ضد یوه نوې هڅه؟

    صابر افغانصابر افغان16 مارچ 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    د «نړۍ خوشحالۍ راپور» کې د نړۍ خوشحاله ملکونو ليست او هم د پرېشانو ملکونو ليست خپور سوی؛ چې دې ليست کې فينلينډ په لومړۍ درجه کې راغلی او د پرېشانه هېوادونو په ليست کې لومړی پرېشانه هېواد يې افغانستان ياد کړی.

    په نړۍ کې د نورو جګړو سره، سره يوه مهمه جګړه فکري جګړه ده؛ چې غرب او نړۍ يې نن د افغانستان مقابل د ميډيا په ذريعه او هم په نورو رنګارنګ طريقو سره پر مخ بيايي؛ کوم چې دغه راپور هم خپله د همدې فکري جګړې يو بخش دی، تر څو د افغانانو او نورې نړۍ مسلمانانو ذهنونه مغشوش کړي.

    له کله نه چې افغانستان کې اسلامي امارت قائم سوی، پس له څو لسيزو جګړو څخه، افغانستان کې د امن فضاء خوره سوې، د پرمختګ کارونه په چټکۍ سره روان سوي، افغانان د ژوند له لمحو خوند اخيستل پيل کړي، عدالت او د حکومتولۍ اصل چوکاټ طالبانو پېش کړی؛ چې له دې سره د نړۍ نورو اسلامي ملکونو کې هم د دغسي اسلامي نظام او عدالت خواهش پيدا سوی.

    په سيمه کې د ډېرو اسلامي هېوادونو مسلمان ولس هم غواړي چې د دوی هېواد کې د رب نظام قائم سي، د عدالت او اصل قانون(د رب نظام) څخه برخمن سي.

    د نړۍ د نورو مسلمانانو زړونو کې هم خواهش پيدا سوی تر څو د دوی هېوادونو کې هم خودمختاره بهرنۍ او داخلي پاليسي او اسلامي نظام شتون ولري، چې په پوره معنا خودمختاره دولت ولري.

    دغه د مسلمه امت غوښتنه نړيوالو او ډيموکراتيک نظامونو ته د منلو نه ده؛ ځکه ټول د افغانستان د اسلامي امارت مخالف جوړ سوي؛ په يو ډول نه يو ډول د دې نظام او افغانانو سره دښمني پالي.

    کله د همه شموله حکومت نارې وهي تر څو ډيموکراتان په نظام را ګډ او د افغانستان د حکومت دغه اسلامي نظام ته څه ناڅه تغير ورکړي، تر څو و کولای سي د همه شموله په نامه خپل جاسوسان په طالبانو ګډ او د طالبانو دغه اتحاد له منځه يوسي، په نظام کې فسق و فساد پيدا کړي چې د نړۍ د نورو مسلمانانو او هم افغانانو له فکر څخه د اسلامي نظام خواهش او مفکوره وباسي.

    کله ناکله بيا د ښځو د حقوقو په نامه رنګارنګ دسيسې او تهمتونه همدا نړيوال تړي؛ تر څو طالبانو باندي فشار وارد کړي، چې د اسلامي نظام څخه تېر سي.

    همدغسي نور رنګارنګ بنديزونه، اخطارونه طالبانو ته ورکوي چې له دغه اسلامي نظام څخه تېر سي.همدا نړيوال د دې نظام او د افغانانو د خوشحالۍ اخيستلو لپاره داعش خراسان او شمالي ټلواله روزي؛ مالي او تسليحاتي مرستې په پټه او ښکاره ورسره کوي تر څو له افغانانو دغه خوشحالي واخلي.

    تبليغات همدې داعش خراسان و شمالي ټلوالې ته کوي تر څو جګړه افغانستان کې بياځلي شروع کړي او بل طرف د «نړۍ خوشحالۍ راپور» کې افغانان د پرېشانه هېوادونو په لومړي درجه کې راولي، دوی اصل کې نه غواړي چې افغانان دغسي خوشحاله پاته او د امن په فضاء کې ساه واخلي.

    دغه د ۲۰۲۳ د پرېشانه هېوادونو په ليست کې په لومړي قطار کې د افغانستان نوم راوړل هم د دوی يوه شومه دسيسه، د فکري جګړې يو اړخ دی؛ تر څو نړۍ او افغانانو ته وښيي چې اسلامي نظام کې خوشحالي نسته او اسلامي اصول او عدالت هم نړۍ ته بد معرفي کړي، د نړيوالو، مسلمانانو او افغانانو ذهنونه په دغسي راپورونو سره خرابوي. مخکې تر آزادۍ او د طالبانو تر راتګ هره ورځ مرګونه، بمبارونه، جنازې وې او د هيڅ افغان نه مال او نه هم ژوند په امن کې وو؛ د افغان ولس يواځينۍ هيله سوله او امن وو چې همېش يې غوښتنه درلوده.

    اوس چې رب دوی د امن، آزادۍ او سولې په ستر نعمت ونازول، نو ايا دوی به پرېشانه وي؟ نه هيڅکله نه! ځکه سوله، امن و عدالت کې پرمختګ وي.

    د هر چا ژوند او حقوق پر ځای وي او افغانان د ژوند له هرې لمحې خوند اخلي؛ د سفر لپاره شپه و ورځ نه ګوري؛ ميلې کوي، يو و بل ولايتونو، ولسواليو ته ځي، د خپلو قريبانو، دوستانو سره ليده کاته کوي او د امن د هرې لمحې څخه په خوند اخيستلو خوشحالي ښيي.

    بله خبره دا چې دغه راپور چې چا جوړ کړی نه هم دوی او نه هم د دوی کوم کس افغانستان ته راغلی؛ بلکې هلته خپلو دفترونو کې ناست د سي آی اې په خوښه چې يې زړه وغواړي هغه ملک د نړۍ خوشحاله او چې زړه يې وغواړي هغه پرېشانه معرفي کوي.

    ايا دا عجيبه نه ده چې: له جګړې راوتل او د پرمختګ پر لورې حرکت، د افغانانو امن او سوله کې ژوند چې د هر افغان حقوق او د هر افغان سر و مال په امن کې دی خو نړۍ ته د افغانانو دغه خوشحالي نه ښکاري؟ معلومه ده چې دوی يواځې غواړي د افغانانو او د نړۍ د مسلمانانو ذهنونه مغشوش کړي.

    اسلامي نظام د افغانانو او ټولو مسلمانانو انتخاب دی؛ هر مسلمان پکښي خوشحاله دی؛ موږ الحمدلله خپل ملک کې خوشحاله او افغانستان د خوشحاله ملکونو په ليست کې لومړی مقام لري؛ ځکه پسله څو لسيزو افغانانو د آزادۍ، امن او سولې په فضاء کې ساه اخيستې، د پرمختګ نوی باب پرانيستل سوی او په دې نوې باب کې ټول افغانان په يوه اتحاد سره په ګډه کار کوي، نړۍ دې نور افغانان و جګړې او پرېشانيو ته نه هڅوي، موږ الحمدلله پخپل ملک کې، په امن، سوله او ورورګلوۍ سره ژوندون کې خوشحاله يو.

    مخکینۍ مقالهد امریکا د احسانونو پوروړی
    راتلونکي مقاله افغان رسنۍ محدودې دي، که تر قانوني چتر لاندې راوستل شوي؟!

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.