
د وینزویلا د تښتول شوي ولسمشر مرستیاله، دلسی رودریګز، په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، چې دوی لا هم په واک کې دي او د هر ډول ګواښ پر وړاندې د مقابلې لپاره چمتو دي.
نوموړې له امریکا څخه غوښتي، نیکولاس مادورو او د هغه د میرمنې د ازادۍ غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې وینزویلا به هیڅکله هم د کوم بل هېواد مستعمره نه شي.
رودریګز د وینزویلا خلک یووالي ته رابللي او زیاته کړې یې ده، چې «د وینزویلا حکومت لا هم په واک کې دی.»
نوموړې ټینګار کړی، چې وینزویلا یو ولسمشر لري او هغه نیکولاس مادورو دی.

