د افغاني سرې مياشتې له لوري د هرات ولايت د ګلران ولسوالۍ په شکر آب، بند افضل او سنګ کوتل سيمو کې ٢٨۵ او د زنده جان په ولسوالۍ کې ٣ زلزله ځپلو کورنيو ته د سرې مياشتې له لوري د استوګنې په پار رغول شوي کورونه سپارل شوي دي.
د دغو کورونو د سپارلو په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې رئیس مولوي شهابالدین دلاور او د هرات ولایت د بېلابېلو ملکي ادارو چارواکو ګډون کړی و.
د يادونې وړ ده چې سپارل شوي کورونه د افغاني سرې مياشتې په تخنيکي همکارۍ او د نړيوال فدراسيون په مالي ملاتړ د څه باندې ۱۰۲ ملیونه افغانیو په مجموعي لګښت سره جوړ شوي دي.