
د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت والي شیخ اسلامجار د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته په سفر تللی.
د خبر لهمخې، نوموړی د سرپرست حکومت په ځانګړې لارښوونه دغه هېواد ته سفر کړی، چې موخه یې د افغان کډوالو د وضعیت ارزونه او د اقتصادي همکاریو پراختیا ده.
ویل شوي، نوموړی به په دغه سفر کې د ایران، خراسان رضوي ولایت له مسئولینو سره هم وګوري.