لوړو زده کړو وزارت وايي د هرات پوهنتون کادري روغتون د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغونې او تجهیز وروسته پرانستل شو.
د لوړو زده کړو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ د ياد روغتون د پرانستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب ویلي چې د لوړو زده کړو وزارت ټول پام د تحصیلي زیربناوو په پراختیا، د استادانو د ظرفیت لوړولو، د محصلینو لپاره د مناسب چاپیرال په برابرولو او په پوهنتونونو کې د تحقیق او نوښت د کچې لوړولو باندې متمرکز دی؛ ښاغلي حسيب همداراز ځايي مسؤلينو ته د ياد روغتون د امکاناتو پر ساتنې او سالمې ګټې اخيستنې ټينګار کړی.
د يادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو راوروسته د توليدي فابريکو تر څنګ ګڼ شمېر روغتايي بنسټونه هم له په ټپه درېدو حالت ژغورل شوي او تر بيا رغونې وروسته ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.