شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر ویلي، چې نوی ډیلی د افغانستان د اوبهییزو سرچینو د مدیریت په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.نوموړي له خپل افغان سیال سره کتنه کې د افغانستان د اوبو مدیریت برخه کې د هندوستان پخوانیو همکاریو ته په اشارې زیاته کړې، چې نوی ډیلي او کابل د اوبو مدیریت او اوبه لګونې په تړاو د همکارۍ ښه مخینه لري.ښاغلي شنکر د خپلو خبرو په دوام د هندوستان تعلیمي او د ظرفیت لوړونې پروګرامونه په تېر کې افغان ځوانانو لپاره اغېزمن بللي او زیاته کړې یې ده، چې دوی به هندي پوهنتونونو کې د افغان محصلینو لپاره د زده کړو نوي فرصتونه برابر کړي.اېس جي شنکر وړاندې د ترهګرۍ پر وړاندې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ پر همغږې مبارزې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې «موږ باید په هره بڼه د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې هڅې همغږې کړو.»د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر دغه راز «د پولې پورې ترهګري» چې هندۍ سرچینې یې یې منشاء پاکستان بولي، دواړو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ بللی دی.
پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل22 فبروري 2026
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن: دلته بادشاهي او ديکتاتوري نظام واکمن دی، ټولې پرېکړې يواځې يو کس کوي او هېڅ روښانه پاليسي نه لرو12 فبروري 2026