په ایران کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفارت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د ياد سفارت سرپرست فضل محمد حقاني، په تهران کې د هند له سفیر رودرا ګاوراو سره کتلي دي.
د سرچينې په وينا، په دغه کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، په ځانګړې توګه د چابهار بندر له لارې د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي خبرې اترې کړې دي.