Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د هند او افغانستان اړیکې او فرصتونه
    لیکني

    د هند او افغانستان اړیکې او فرصتونه

    صابر افغانصابر افغان10 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په متحده عربي اماراتو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ویکرم مصري سره لیدلي دي، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د بشري مرستو، دوه اړخیزو اړیکو او پرمختیايي پروژو په برخه کې هوکړې ته رسېدلي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال هم ویلي، چې په دې ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې پر امنیتي وضعیت او بشري مرستو هر اړخیزې خبرې اترې شوې دي.

    هندوستان د افغانستان ستراتیژیک ملګری او نږدې هېواد دی. افغانستان او هندوستان د تېمور شاه او بیا وروسته د شاه زمان له دورې، له افغانستان سره نږدې اړیکې پالي. هر کله به چې د انګرېزانو او فرانسویانو لخوا پر هندوستان یرغلونه کېدل، نو د اُمید سترګې به یې افغانستان ته کږې وې؛ ځکه چې افغانستان د سترو امپراتوریو هدیره ده، غیور او قهرمان ملت لري.

    له ډېري مودې وروسته بیا هم هندوستان، افغانستان د خپل سیاسي ثبات، ټیکاو، اقتصادي همکاریو او ښو اړیکو لپاره غوره افشن ګڼي او اولویت ورکوي.

    له سلما بند برسېره د چابهار بندر د رغولو ښېګڼه به یې افغانان کله هم له یاده ونه وباسي. هندوستان هېواد ډېری وخت له افغانستان سره مرستې ته را دانګلي او د زېربنایي پروژو تر څنګ یې اقتصادي پروژې هم تطبیق کړي دي؛ هر کله چې به ګاونډیانو د افغانستان د ترانزیټ پر مخ خپلې دروازې وتړلې او غوښتل به یې چې تازه مېوه او ترکاري خوسا شي، نو هندوستان تازه مېوې او سبزیجات د هوایي دهلېز له لارې د هندوستان او سیمې د هېوادونو تر بازارونو رسول.

    د اکانومیک ټایمز د راپور پر بنسټ، د مالي سیستم د عصري کولو په موخه هم هند د سرپرست حکومت مسولینو ته په ۱۴۰۱ هـ ل کال کې ډاډ ورکړی و.

    همدا ډول یې هر کال افغان محصلینو ته لسګونه سکالرشيپونه تخصیص کړي او سلګونه ځوانانو د نوموړي هېواد په معتبرو پوهنتونو کې د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې کوي.

    په نظامي برخه کې یې سلګونه ځوانان فارغ کړي، چې اوس مهال د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په مسلکي برخو کې د خدمت مصدر ګرځېدلي دي.

    د چارو شنونکي په اوسني وخت کې دا ډول لیده او کاته د دواړو هېوادونو لپاره خورا ګټور ګڼي، ځکه چې له اقتصادي، سیاسي او امنیتي لحاظه افغانستان او هند خورا نږدې پاتې شوي دي او دغه لیدنې به یې نور هم نږدې کړي. د دغه اړیکو د لا ټینکښت په هدف څه موده وړاندې هند یو افغان ډیپلوماټ د ممبۍ ښار د جنرل قونسلګرۍ لپاره ومانه او رسماً یې په خپلو چارو پیل هم وکړ.

    د چارو کارپوهان په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو کې د هند او افغانستان اړتیاوې د لازم او ملزوم والې له مخې د هندوستان مرستې صادقانه او د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت په برخه کې مهم بولي او له سرپرست حکومت غواړي، چې د دغه اړیکو د دوام لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان تبلیغاتي ادرسونه د څه په لټه کې دي!؟
    راتلونکي مقاله نیویارک ټایمز: د ګرینلنډ خلک له امریکا سره یوځای کېدل نه‌ غواړي؛ دوی وایي د امریکا نظام غیر عادلانه دی

    مربوطه لیکنې

    له واقعیتونو د پرځېدلي جمهوریت د چارواکو تکراري تېښته

    14 جنوري 2026

    په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان فعاله دیپلوماسي او د مخالفینو اندېښنې

    13 جنوري 2026

    د فهیم فطرت اندېښنې؛ د څلورو کلونو اختلاف او د کاذب غرور پایله

    12 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 14 جنوري 2026

    د ابو ظبۍ اتحاد هوایي شرکت افغانستان ته مستقیمې الوتنې پیلوي

    ‏په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفير مولوي بدرالدين حقاني، د ابو ظبۍ اتحاد…

    امریکا د قطر العديد پوځي اډه کې د هوايي دفاع نوی مرکز پرانیستی

    14 جنوري 2026

    امنیتي ځواکونو خوست کې د یوې جعلي مؤسسې رئیس او کارکوونکې نیولي

    14 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ابو ظبۍ اتحاد هوایي شرکت افغانستان ته مستقیمې الوتنې پیلوي

    14 جنوري 2026

    امریکا د قطر العديد پوځي اډه کې د هوايي دفاع نوی مرکز پرانیستی

    14 جنوري 2026

    امنیتي ځواکونو خوست کې د یوې جعلي مؤسسې رئیس او کارکوونکې نیولي

    14 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.