د عامې روغتیا وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د دې وزارت وزیر، مولوي نورجلال جلالي هند هېواد ته د سفر په جریان کې د دې هېواد د روغتیا او کورنۍ هوساینې له وزیر جګت پراکاش ندا سره کتلي دي.
سرچينه وايي، په دې لیدنه کې د روغتیايي اړیکو پر پیاوړتیا، د روغتیایي کارکوونکو تر منځ د تجربو تبادلې، د افغان روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړونې ته د زمینې برابرولو، افغان ناروغانو ته هند کې د درملنې او ویزې برابرولو پر اسانتیا، د افغانستان روغتیایي مراکزو ته د طبي تجهیزاتو برابرولو او ځینې نورو مواردو اړوند خبرې تر سره شوي.
مولوي نور جلال جلالي د روغتیا په برخه کې د هند هېواد له وروستیو همکاریو مننه کړې او د روغتیایي سیستم د لا ښه والي په موخه یې ځینې موضوعات له خپل هندي سيال سره شریک کړي دي.
د هند هېواد د روغتیا وزیر ويلي، چې هېواد یې د افغانستان له ولسونو سره د درملو، واکسین او نورو اړینو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی او په خبره یې په نږدې راتلونکي کې به د کابل صحت طفل روغتون لپاره یو سي ټي سکین ماشین، ځینې درمل او واکسین ولېږي.
نوموړي همدا راز ويلي، چې د افغان ناروغانو د درملنې لپاره به لا اسانتیاوې رامنځته کړي او په وینا یې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.


