لیکوال: تمیم حمیدي
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
د ایراني او نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د فلسطین د اسلامي مقاومت یا حماس د سیاسي دفتر مشر ۶۶ کلن ابوالعبد اسماعیل هنیه نن سهار وختي د ایران په پلازمېنه تهران کې په خپل استوګنځي کې شهید شوی دی.
نوموړی له نږدې پنځه لسیزو راهیسې د حماس د نورو نوموتو رهبران لکه شیخ یاسین، محمد الرنتیسي او اسمعاعیل مشعل په څنګ کې تر ټولو نوموتی، زړور او له قربانیو مالامال ځیرک سیاسي رهبر پاتې شوی دی په تېرو نږدې دوو لسیزو کې دا د حماس څلورم سیاسی مشر دی چې په شهادت رسول کېږي.
نوموړي په ۲۰۱۷ کال کې د حماس سیاسي مشري پر غاړه واخیسته او تل د خپلو زیاتو قربانیو له کبله ډېر مشهور و؛ څه موده وړاندې د صهیونیستي رژیم د وحشیانه بمبارۍ له کبله د نوموړي د خپلو دوو زامنو په ګډون د کورنۍ ۱۲ غړي شهیدان شول او کله چې هنیه له دې غمجنې پېښې خبر شو، د خدای تعالی شکر یې اداء کړ او د یهودي ظالم رژيم پر وړاندې یې د خپلې مبارزې د دوام ژمنه تازه کړه.
نوموړي نږدې ټول ژوند په زندان، تبعید او سخته مبارزه کې تېر کړ او د تېر کال راهیسي نوموړي د خپلې کورنۍ ۲۲ غړي له لاسه ورکړل؛ هغه په دین او ازادۍ مین و، نو ځکه یې دا اغزنه لاره انتخاب کړه، تر دې چې د شهادت لوړ مقام ته پکې ورسېد.
د نوموړي شهادت له شک پرته چې لومړی د حماس او بیا د اسلامي نړۍ د مبارزینو لپاره لویه ضایعه ده، خو له بلې خوا د نوموړي شهادت به په اسلامي نړۍ او فلسطین کې په سلګونو او ان زرګونو نور همداسې زړور او ځیرک مبارزین وزېږوي او د اوسني طاغوت پر وړاندې د مبارزې ولولې به لا پسې ګرمې کړي، ځکه د دا ډول مبارزینو لیکې د ازادۍ لار ترسیموي؛ د حماس دا حماسې به تاریخ هېرې نه کړي او دا کاروان به لاپسې روان وي.
که څه هم فلسطیني ملت همدا اوس د ظالم او ترهګر یهودي دولت تر سختې شکنجې او ظلم لاندې دی، هره ورځ پکې لسګونه بې ګناه ښځې، ماشومان، ځوانان او بوډاګان شهیدانېږي، خو دا ظلم رژیم په تېرو لسو میاشتو کې د نړۍ د لوی استکبار (امریکا)، برېټانیا، جرمني، فرانسې او نورو غربي هېوادونو له بې اندازې ډېرو مرستو او همکاریو سره سره پر دې ونه توانېد چې په یوه ډېره کوچنۍ جغرافیه کې د حماس په څېر د مقاومت یوه ظاهراً کوچنۍ خو پیاوړې او پر اسلامي روحیه سمبال د مقاومت ډله له منځه یوسي؛ همدا اوس هم هلته هره ورځ د حماس په بریدونو کې زیات شمېر یهودي ظالم عسکر له منځه ځي، ټانکونه او الوتکې یې د اور خوراک کېږي او ورځ تر بلې یې زور هلته په اوبه کېدو دی.
له همدې کبله دا ظالم رژیم او ورسره په څنګ کې یې د امریکا، برېټانیا او غرب نور وحشتي استخباراتي ادارې هڅه کوي چې د حماس سیاسي او نور مشران په نښه کړي او په دې سره په غزه کې له خپلې شرمېدلې ماتې د نړۍ پام بلې خوا ته کړي.
دوی به ښايي د هنیه په څېر د حماس نور مشران هم په نښه کړي، خو دوی به پر دې کار سره هېڅکله په غزه کې بریالي نه شي او د همدغو مشرانو د وینو له برکته به د دوی پر وړاندې د مبارزې لښکرې لا پسې اوږدېږي او د معرکې ډګر به لا پسې ګرمېږي؛ د حق او باطل ترمنځ دا مبارزه به همداسې جاري وي او حق به حتمن غالبېږي، ښايي وخت به ونیسي، ښایي په دې لاره کې به ډېرې ستونزې وي، خو ورته رسېدل یې یقیني او باوري دي.
د هنیه او د حماس د نورو مشرانو په څېر د مبارزینو قربانۍ به رنګ راوړي، همدا قربانۍ به هلته د یهودي غاصب، ظالم او جابر دولت ريښې له منځه وړي او د مسلمانانو په لاسونو به د قدس ازادي حتمي کوي؛ د هنیه په څېر د امت د مبارزینو شهادت که له یوې خوا اسلامي امت ته له غم او درده ډکې پېښې دي، له بلې خوا ورته د بریا، سرښندنو، مبارزې او د اسلام د حکامیت روښانه زیري هم دي.