
د هوا پېژندنې متخصصینو هېواد کې د سختو اورښتونو اټکل کړی او وړاندوینه یې کړې، چې نن ورځ به د هېواد په سویل ختیځ، په ځانګړي ډول په غزني، زابل او ډایکنډي ولایتونو کې په یوه ورځ کې تر ۷۵ ملي مترو پورې د باران اټکل شوی.
پر دې سربېره سبا د جمعې ورځ د هېواد ختیځو برخو په تېره کابل، پروان, کاپیسا, پنجشیر، غزني، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان ولایتونو کې په ورځني ډول تر ۷۵ ملي متره باران اټکل شوی، چې ښايي د سختو سېلابونو د راوتلو لامل شي.
د معلوماتو له مخې د بارانونو دا لړۍ به د یوې ورځې له وقفې وروسته، د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) هم دوام ومومي.
د اوبو او هوا پېژندنې متخصصینو همدا راز خبرداری ورکړی، چې دا مهال هېواد کې د اوبو زېرمې (بندونه) له اوبو ډک شوي؛ نو د سېلابونو د راوتلو لوړ احتمال شتون لري.

